پاکستان د لبنان په ضد د اسرائيلي جارحيت غندنه وكړه

اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) پاکستان د لبنان په ضد د روان اسرائيلي جارحيت سخته غندنه كړې ده د كوم په نتيجه كښې چې ګڼ شمير بے ګناه وګړي مړه او انفراسټرکچر ته لوې زيان رسيدلے۔د زيارت په ورځ د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې د اسرائيل دا اقدامات منطقه كښې امن و استحکام لپاره روانو نړيوالو هڅو ته زيان رسوي او دا د …

اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) پاکستان د لبنان په ضد د روان اسرائيلي جارحيت سخته غندنه كړې ده د كوم په نتيجه كښې چې ګڼ شمير بے ګناه وګړي مړه او انفراسټرکچر ته لوې زيان رسيدلے۔د زيارت په ورځ د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې د اسرائيل دا اقدامات منطقه كښې امن و استحکام لپاره روانو نړيوالو هڅو ته زيان رسوي او دا د نړيوال قانون او بنيادي انساني اصولو ښكاره خلاف ورزي ده۔بيان كښې پاکستان د نړيوالي ورورولۍ څخه غوښتنه وكړه چې د لبنان په ضد د اسرائيلي جارحيت ختمولو لپاره سمدستي او كوټلي اقدامات وكړي۔ بيان كښې ووئيل شول چې پاکستان په دې سخت وخت كښې د لبنان حکومت او اولس سره د خپل غير متزلزل يووالي پخلے كوي او د لبنان د خپلواكۍ او سيمه ايزي سلامتيا سره سره د هغه د امن و استحکام مرسته کوي۔