د نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار او د سعودي خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان ترمينځه ټيليفوني تماس

اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) نائب وزيرِاعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان سره د سيمي په تازه صورتحال ټيليفوني خبرې وكړې۔د زيارت په ورځ د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې دواړو لارښودو لبنان كښې د جنګ بندۍ په خلاف ورزيو د تشويش څرګندونه او كوټلي امن و استحکام لپاره د جنګ بندۍ په …

اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) نائب وزيرِاعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان سره د سيمي په تازه صورتحال ټيليفوني خبرې وكړې۔د زيارت په ورځ د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې دواړو لارښودو لبنان كښې د جنګ بندۍ په خلاف ورزيو د تشويش څرګندونه او كوټلي امن و استحکام لپاره د جنګ بندۍ په بشپړ احترام او د عملدرآمد په حاجت زور راوړو۔ نائب وزيرِاعظم د پاکستان د اړخه د تل پاتي امن هڅو كښې د سعودي عرب پرله پسې مرسته وستائېله۔ دواړو لارښودو د سيمه ايز صورتحال ترمخه نزدې رابطه برقرار ساتلو ته هم اتفاق وكړو۔