د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه د مور په مړينه غمرازي ښكاره كړه

اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د غريبۍ ختمولو او سماجي تحفظ وفاقي وزير پير سيد عمران احمد شاه د مور په مړينه د غم دړد څرګندونه وكړه۔د سېنېټ سيکرټريټ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېن د پير سيد عمران احمد شاه او د هغه د كورنۍ سره غمرازي ښكاره كړه۔ده ووئيل د مور په شان عظيمې هستۍ …

اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د غريبۍ ختمولو او سماجي تحفظ وفاقي وزير پير سيد عمران احمد شاه د مور په مړينه د غم دړد څرګندونه وكړه۔د سېنېټ سيکرټريټ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېن د پير سيد عمران احمد شاه او د هغه د كورنۍ سره غمرازي ښكاره كړه۔ده ووئيل د مور په شان عظيمې هستۍ جدا كيدل يو لوي زيان وي او د مور د مينې او شفقت کوم نعم البدل نشته۔د سېنېټ چيئرمېن دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښادي له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمجني كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔په دې سخت وخت كښې د پير سيد عمران احمد شاه او د هغه د كورنۍ په غم كښې برابر شريك يو۔