د اسلام آباد خبرو اترو سره به د جنګ لمبې عمر له مړي شي،په سفارتی ډګر کامیابۍ د سیاسی وعسکری قیادت په يو والي او په زړه پوري محنت سره ممکن شوې۔ د وزیراعظم وفاقی کابینې غونډي ته وينا

اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف عارضی جنګ بندی د تاریخ لويه كاميابي ګرځولو سره هيله څرګنده كړي چې اسلام آباد خبرو اترو سره به د جنګ لمبې عمر له مړي شي،د ایران او امریکې د مشر تابه مننه كوم چا چې جنګ بندۍ او امن لپاره زمونږ خواست قبول كړو، په سفارتی ډګر کامیابۍ د سیاسی وعسکری قیادت په يو والي او په زړھ …

اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف عارضی جنګ بندی د تاریخ لويه كاميابي ګرځولو سره هيله څرګنده كړي چې اسلام آباد خبرو اترو سره به د جنګ لمبې عمر له مړي شي،د ایران او امریکې د مشر تابه مننه كوم چا چې جنګ بندۍ او امن لپاره زمونږ خواست قبول كړو، په سفارتی ډګر کامیابۍ د سیاسی وعسکری قیادت په يو والي او په زړھ پوري محنت سره ممکن شوې۔لوي څښتن په سفارتی محاذ لويه کامیابی راكړي،د ورور ورور سره او د يو خدائے ،يو رسول او يو قرآن مننونكي خپلو كښې جنګيدو لپاره كورني او بهرني سازشونه ناكامه شول، نن پاکستان بدل شوے،ټوله نړۍ نن پاكستان ستائي، مونږ د ډېرې ګرانۍ لاره نيولي ٬ دا څه معمولي خبره نه ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د وفاقی کابینې غونډي ته وينا كښې وكړه۔ وزیراعظم ووئيل نن مونږ په يو داسې موقع راجمع شوې يو چې پاکستان له لويې څښتن ډېر عزت وركړے٬ كه مونږ ټول عمر دې لپاره هلي ځلي كړې وي نو بيا هم د لوي څښتن د مرضۍ نه غير دا كاميابي نه شوه ترلاسه كيدې٬ په دې كښې د ټولو اجتماعي هڅي شاملي دي،د پاکستان 24 کروړه اولس لوي څښتن بريالې كړو ، ده ووئېل د جنګ لمبې نه يواځې منطقه بلكه ټوله نړۍ كښې خپريدلې ٬ د چنګ يوه مياشت شوې اوس د دې جنګ لمبې دوه اوونۍ لپاره مړي شوې،انشاءاللہ دا به عمر له مړې شي،د پارټنرشپ، خلوص او نیك نیت په دې يوه نكته سیاسی وعسکری قیادت یو شوي او دغسې به وي۔وزیراعظم ووئيل د جنګ په مهال د ورور ورور سره د جنګولو هڅه شوي ٬ د يو خدائے ،يو رسول او يو کتاب مننونكي خپلو كښې د جنګولو هڅي شوي خو كورني او بهرني سازشونه ناکامه شول ۔وزیراعظم ووئيل كوم عزت و تکریم چې پاکستان ته ترلاسه شوې دا په پيړيو لوي څښتن چا له وركوي ٬ دا د هېواد په تاریخ كښې يو روښانه وخت دے،ټوکیو نه تر لندن او کاسابلانکا نه تر کوالالمپور وګړي او ميډيا د پاكستان ذكر كوي۔وزیراعظم ووئيل تيره يوه مياشت كښې نائب وزیراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار او د هغه ډلي شپه ورځ محنت کړے او دې سره سره فیلډ مارشل سید عاصم منیر هم د امریکې او ايران قیادت سره په رابطه كښې ؤ ٬ په دې هغوي ټولو ته پيرزوئنې وړاندې كوم، ده ووئېل امن لپاره هڅي يو داسې عكس او قصه ده كه د كتاب په شكل كښې راوړلې شي نو راروانو نسلونو لپاره به يو لوئي سبق وي چې څه ډول د مايوسۍ په حالت كښې هم مايوسه شوې نه يو بلکه د لوي څښتن څخه مو مرسته غوښتله ۔وزیراعظم ووئيل د ایران او امریکې قيادت مننه كوم چا چې زما خواست قبول كړو او د امن په خاطر يې د پاکستان سنجیدګي او خلوص قبول كړو ، د ايران صدر مسعود پزشکیان او امریکې صدر ډونلډ ټرمپ مننه كوم چا چې دوو اوونو لپاره جنګ بندۍ ته اتفاق وكړو ، ده ووئېل د سعودی عرب ،قطر، اومان ، کویت ، ترکیې، انډونیزیا مصر، آذربائجان ، متحدہ عرب امارات او زمونږ د عظیم ملګري چين مننه كوم چا چې امن هڅو كښې د پاکستان ملګرتيا وكړه ۔وزیراعظم ووئيل د سعودی عرب ولی عهد و وزیراعظم شهزادہ محمد بن سلمان سره زما ټيلفوني خبري شوي او انډسټریل کمپلیکس او جبیل كښې په پیټرو کیمیکل انډسټریز په بريد د افسوس څركندونه شوې او هغه ته مو وئيلي دي چې د پاکستان ټول قام ،قیادت او حکومت ستاسو سره ولاړ دے او چري به هم مايوسه نه شي۔ ده ووئيل زه باور لرم چې پاکستان او سعودی عرب دوه وروڼه او يوه كورنۍ ده۔وزیراعظم ووئيل د هېواد سياسي او عسكري قیادت چې كوم کوآرډینېشن او رابطه دا وخت لري ما پخپل 40 كلنه سياسي کیریئر كښې نه وه ليدلي،دې لپاره فیلډ مارشل سید عاصم منیر ته پيرزوئنې وړاندې كوم ٬ هغه نه يواځې د مئی 2025 جنګ اتل دے بلکه نن هم هغه د سیاسی قیادت سره اوږه په اوږه شپه ورځ هڅي كوي۔وزیراعظم ووئيل جنګ په وختي توګه ځنډولې شوې او دا د جنګ بندۍ وړومبے اقدام دے خو زمونږ منزل پائیدار او د اوږدې مودې امن او پرمختګ او سوكالي ده،زما په بلنه د امریکې او ايران پلاوي پاكستان ته راځي دغه خبري اتري دې لوي څښتن كاميابي كړي۔ وزیراعظم ووئيل چیلنج يوه موقع هم وي څه ډول چې مونږ د ګرانۍ لاره نيولي دا څه معمولي خبره نه وه، زمونږ ګانډي هېواد كښې پټرول لپاره قطارونه جوړ شوې وو او راشننګ پېل شوے ؤ خو مونږ د پټرولیم مصنوعات بيعي وړومبۍ اوونۍ كښې يو ليټر 55 روپۍ زياتې كړې خو بيا 129اربه روپۍ د سبسډي په لړ كښې وفاقی حکومت برداشت کړې۔وزیراعظم بحرانی صورتحال كښې بشپړ معاونت او په لارښودنه د صدر مملکت آصف علی زرداري هم مننه وكړه۔ وزیر اعظم ووئيل زه د خپل قائد میاں محمد نواز شریف صاحب هم مننه كوم چا چې هر وخت زمونږ لارښودنه كړي۔وزیراعظم د وفاقی وزيرانو ،څلورو واړو صوبو او ګلګت بلتستان اعلیٰ وزيرانو ،وزیراعظم آزاد جموں وکشمیر ،خاص مرستيالو ،صلاحكارو ، اتحادی ګوندونو مشرانو او اعلیٰ سرکاری افسرانو د مرستي هم مننه وكړه۔ده ووئيل دا کامیابی د عام وګړي ، کروندګرو ، خواري كښو ،دکاندارانو،سیاستمدارو،كونډو ،یتیمانو او د سرکاري افسرانو پشمول د ټول قام کامیابی ده۔