اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) قامي اسمبلۍ كښې د مخالفي ډلي مشر محمود خان اچکزئي د امريکې او ايران ترمينځه د خبرو اترو په اړه د حکومت د غير مشروط مرستې اعلان کولو سره وئيلي دي د خبرو اترو عمل کاميابولو لپاره بايد مونږ ذمه وارۍ سره خپل كردار ترسره كړو۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پاكستان په هڅو د امريکې او ايران ترمينځه جنګ بندۍ …
د مخالفي ډلي مشر محمود خان اچکزئي د امريکې او ايران ترمينځه په خبرو اترو كښې د حكومت د مرستې اعلان وكړو

مزید خبریں
اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) قامي اسمبلۍ كښې د مخالفي ډلي مشر محمود خان اچکزئي د امريکې او ايران ترمينځه د خبرو اترو په اړه د حکومت د غير مشروط مرستې اعلان کولو سره وئيلي دي د خبرو اترو عمل کاميابولو لپاره بايد مونږ ذمه وارۍ سره خپل كردار ترسره كړو۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پاكستان په هڅو د امريکې او ايران ترمينځه جنګ بندۍ نه پس په صورتحال بحث كښې محمود خان اچکزئي ووئيل ما تيره ورځ هم خواست كړے ؤ چې كومو حالاتو سره زمونږ سيمه مخ ده بايد مونږ خپلو كښې اختلافات ختم او په ګډه كار وكړو،زمونږ زياتره سياسي لارښود د 70 كلونو څخه زيات عمر لري، ده ووئېل مونږ له د لږ نه په لږو نکات متفق كيدو سره كار پكار دے ۔ده ووئيل مونږ ټول د پاکستان په سفارتي کاميابيو خوشحاله يو ،قرآن كښې د خيروتقوٰي کارونو كښې د مرستي خبره شوې،په دې معامله به حکومت سره غيرمشروط مرسته كوو۔










