اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) د نېشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتھارټي (اين ډي ايم اے ) نېشنل ايمرجنسز آپريشن سينټر ګلګت بلتستان او خېبر پښتونخوا كښې د ګليشيائي بندونو شليدو او د ممکنه سيلابي صورتحال خبردارے جاري کړو۔د شورو په ورځ د اين ډي ايم اے د اړخه جاري بيان له مخې زياتو بارانونو او درجه حرارت كښې د زياتوالي له امله واوري ويلي كيدو سره ګليشيائي سيمو كښې …
اين ډي ايم اے ګلګت بلتستان او خېبرپښتونخوا كښې د ګليشيائي بندونو شليدلو او د ممکنه سيلابي صورتحال خبردارے جاري كړو

مزید خبریں
اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) د نېشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتھارټي (اين ډي ايم اے ) نېشنل ايمرجنسز آپريشن سينټر ګلګت بلتستان او خېبر پښتونخوا كښې د ګليشيائي بندونو شليدو او د ممکنه سيلابي صورتحال خبردارے جاري کړو۔د شورو په ورځ د اين ډي ايم اے د اړخه جاري بيان له مخې زياتو بارانونو او درجه حرارت كښې د زياتوالي له امله واوري ويلي كيدو سره ګليشيائي سيمو كښې اوبه زياتيدې شي،ګلګت او په خاص توګه ګلْمِت، لُتخو او اوير ويلي كښې د فليش فلډ خطر دے۔ هنزه درياب سره تړلو خوړونو كښې د اوبو زياتيدو او د خاورو كمرو راپريوتو اندېښنه ده۔ګڼو خوړونو كښې د زياتو اوبو له امله نزدې آبادۍ ځپلې كيدې شي۔د ممکنه صورتحال له امله د سړكونو بنديدو، د بجلۍ وركولو كښې تعطل او تګ راتګ كښې د ستونزو اندېښنه ده۔ د خاورو كمرو راپريوتو له امله د ځاني زيان خطر هم شته۔اين ډي ايم اے خبردارے وركړو چې اولس دې د دريابونو غاړو، خوړونو او لاندي سيمو څخه ځان لري اوساتي،سېلګري دې شمالي سيمو ته تللو څخه وړاندې د موسم او سړكونو صورتحال معلوم كړي۔اولس دې مستند معلومات لپاره د پاك اين ډي ايم اے ډيزاسټر الرټ استعمال کړي۔دغسې اين ډي ايم اے اړوندو ادارو ته د چمتو پاتي كيدو او وړاندې څخه د اقدامات باوري كولو سپارښتنه وكړه










