اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د چين، سعودي عرب، ترکيه، مصر او د قطر پشمول د وروڼو هېوادونو مننه كړې ده چا چې جنګ بندۍ او د سولئيزو سفارتي هلو ځلو د لارې د شخړي حتمي هواري په لړ كښې بې مثاله او بشپړه مرسته وكړه ۔ د شورو په ورځ خپل اېكس پوسټ كښې وزيراعظم ووئيل "اسلام آباد خبرو اترو" پلو په پېشرفت …
وزيراعظم محمد شهباز شريف جنګ بندۍ او د سولئيزو سفارتي هلو ځلو د لارې د شخړې په هواري كښې په پېشرفت د چين، سعودي عرب ،ترکيه ، مصر او قطر پشمول د وروڼو هېوادونو مننه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د چين، سعودي عرب، ترکيه، مصر او د قطر پشمول د وروڼو هېوادونو مننه كړې ده چا چې جنګ بندۍ او د سولئيزو سفارتي هلو ځلو د لارې د شخړي حتمي هواري په لړ كښې بې مثاله او بشپړه مرسته وكړه ۔ د شورو په ورځ خپل اېكس پوسټ كښې وزيراعظم ووئيل “اسلام آباد خبرو اترو” پلو په پېشرفت كولو د وروڼو هېوادونو جمهوريه چين، سعودي عرب، جمهوريه ترکيه، عرب جمهوريه مصر او د قطر د زړه د كومې مننه كول غواړم چې هغوي جنګ بندۍ او سولئيزو سفارتي هلو ځلو له يو جامع او د حتمي حل موقعې لپاره بې مثاله او بشپړه مرسته وكړه۔ وزيراعظم ووئيل زه د خليج مرستې كونسل د وروڼو هېوادونو هم مننه كول غواړم د چا پرله پسې ملاتړ او په منطقه كښې امن او استحكام لپاره تړون چې زمونږ هلو ځلو لپاره ډېر مهم او بنيادي حېثيت لري۔ ده ووئيل زمونږ وروڼو هېوادونو او د امريكې قيادت امن ته يوه موقع وركولو لپاره د غېر معمولي زيركتيا ٬ حكمت او صبر څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل زه په ګرده نړۍ كښې د خپلو ټولو شراكتدارو او دوستانو هم مننه كوم چا چې نړيوال امن لپاره د پاكستان په زړه پورې هلو ځلو ستائنه كړې او د دې اعتراف يې كړے۔ ده ووئيل راځئ چې مونږ ټول په ګډه منطقه او د دې نه وړاندې يو تل پاتي امن لپاره كار وكړو!










