ملګرو ملتونه 07 اپریل(اے پي پي)د ملګرو ملتونو كښې د ایران مستقل استازي د ملګرو ملتونو سیکرټري جنرل ته ليكلې چيټۍ كښې وئېلي دي د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ اوسني بيانونه د ایران په كورنيو چارو كښې د امریکی د لاس وهنې تصدیق كوي ۔ د بي بي سي تر مخه د امریکې صدر خپلو بیانونو كښې د ایران مخالفین ته د وسلې وركولو اعتراف کړے ؤ ، د هغه …
د امریکائي صدر بیانونه د ایران په كورنيو چارو كښې د لاس وهنې ثبوت دے، د ایراني استازي ملګرو ملتونو ته چيټۍ

مزید خبریں
ملګرو ملتونه 07 اپریل(اے پي پي)د ملګرو ملتونو كښې د ایران مستقل استازي د ملګرو ملتونو سیکرټري جنرل ته ليكلې چيټۍ كښې وئېلي دي د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ اوسني بيانونه د ایران په كورنيو چارو كښې د امریکی د لاس وهنې تصدیق كوي ۔ د بي بي سي تر مخه د امریکې صدر خپلو بیانونو كښې د ایران مخالفین ته د وسلې وركولو اعتراف کړے ؤ ، د هغه په دې بیان د ایران د اړخه دسمبر كښې ایران كښې په شوو حکومت مخالف مظاهرو كښې د بهرنۍ لاس وهنې ثبوت وړاندې كړے شوے ۔ ملګرو ملتونو كښې د ایران مستقل استازي امیر سعید ایرواني د ملګرو ملتونو سیکرټري جنرل په نامه خپله چيټۍ كښې ليكلي دي د امریکې صدر دا اعتراف د دې خبرې واضحه ثبوت دے چې امریکې ایران كښې امناكه احتجاج په تشدد، داخلي اړي ګري او خونریزۍ بدلولو هڅې كړي ۔چيټۍ كښې وئېلي شوي په دې بنیاد امریکا له به دسمبر 2025 او په جنورۍ 2026 کښې په شوي احتجاج كښې د وګړو او غیر سرکاري و سرکاري ادارو ته د رسولي شوي ټول زيان مکمل ذمه واري قبلول وي ۔ واضحه دې وي تېر كال دسمبر كښې په ایران كښې د شوي احتجاج په مهال په زرګونو كسان وژلے شوي وو ۔ د وژلے شوو شمېره د ایران د اړخه په سرکاري توګه نزدې 3 زره ښودلې شوې ده ۔









