ايران د جنګ خاتمې لپاره ثالثانو لپاره د ځواب مسوده جوړه كړه

تهران 06 اپرېل (اے پي پي) د ايران د خارجه وزارت وياند وېنا ده چې د امريکې-اسرائيل جنګ خاتمې لپاره د ثالثاو د هلو ځلو په ځواب كښې ايران خپله مسوده جوړه كړې ده۔ بي بي سي د ايران خبري اژانس تر مخه ووئيل د ايران د خارجه وزارت وياند اسماعيل بقائي وئيلي دي د امريکې لخوا د ثالثانو د لارې رالېږلې شوې 15 نكاتي منصوبه زمونږ په نظر كښې …

تهران 06 اپرېل (اے پي پي) د ايران د خارجه وزارت وياند وېنا ده چې د امريکې-اسرائيل جنګ خاتمې لپاره د ثالثاو د هلو ځلو په ځواب كښې ايران خپله مسوده جوړه كړې ده۔ بي بي سي د ايران خبري اژانس تر مخه ووئيل د ايران د خارجه وزارت وياند اسماعيل بقائي وئيلي دي د امريکې لخوا د ثالثانو د لارې رالېږلې شوې 15 نكاتي منصوبه زمونږ په نظر كښې د قبلېدو وړ نه ده۔ هغه زياته كړه چې د جنګ خاتمې لپاره خبرې اترې د “اټي ميټم او د جنګي جرائمو دړكو” سره سمون نه خوري٬ دا خبره دوي د ټرمپ د ھغه دړكې په تناظر كښې كړې ده چې كه آبنائے هرمز بيا خلاص نه كړے شو نو امريكا به د ايران اربن انفراسټركچر په نښه كړي۔ وياند ووئيل ايران د دې په ځاے د خپلو مفاداتو او ضرورتونو په بنياد د مطالباتو يو سېټ جوړ كړے دے۔ هغه ووئيل مونږ د وړومبي نه خبر وٶ چې مونږ له څه پكار دي او مونږ به كوم رېډ لائن نه كراس كوٶ٬ زمونږ پوزيشن نن هم واضحه دے٬ څنګه چې دا خبرې پېل شوې٬ زمونږ ځواب تياے ؤ ۔ د خارجه وزارت وياند اسماعيل بقائي زياته كړه چې ايران خپل ځوابونه په بشپړه توګه جوړ كړي او په مناسب وخت به تفصيلات اعلانولې شي۔