په امريكا كښې د نيولې شوو دوو ايرانيو مېرمنو د قاسم سلېماني سره هيڅ تعلق نشته ٬ ايران

تهران ۔ 6 اپرېل (اے پي پي) ايران وئېلي دي په امريكا كښې د دوو نيولې شوو ايرانيو مېرمنو د قاسم سلېماني سره هيڅ تعلق نشته۔ د رائټرز تر مخه د امرېكې خارجه محكمې د اړخه د ايراني پوځي كمانډر قاسم سلېماني دوو خپلوانو مېرمنو د ګرفتارۍ په اعلان تبصره كولو د ايران خارجه وزارت يو عهدېدار وئېلي دي د دغې دواړو ايرانيو مېرمنو د قاسم سلېماني سره هيڅ تعلق …

تهران ۔ 6 اپرېل (اے پي پي) ايران وئېلي دي په امريكا كښې د دوو نيولې شوو ايرانيو مېرمنو د قاسم سلېماني سره هيڅ تعلق نشته۔ د رائټرز تر مخه د امرېكې خارجه محكمې د اړخه د ايراني پوځي كمانډر قاسم سلېماني دوو خپلوانو مېرمنو د ګرفتارۍ په اعلان تبصره كولو د ايران خارجه وزارت يو عهدېدار وئېلي دي د دغې دواړو ايرانيو مېرمنو د قاسم سلېماني سره هيڅ تعلق نشته۔ د ايران عهدېدار ووئېل نيولې شوې دواړه مېرمنې د پاسداران انقلاب قدس فورس د كمانډر سره هيڅ تعلق نه لري ۔ قاسم سلېماني په جنوري 2020 كښې بغداد ايئر پورټ باندې د امرېكې برېد كښې وژلے شوے ؤ ۔ بل پلو د قاسم سېلماني لوڼو نرګس او زېنب هم تصديق كړے دے چې د پوځي كمانډر كورنۍ او خپلوانو كله هم په امريكا كښې استوګنه نه ده اختيار كړې ۔ واضحه دې وي چې د امرېكې خارجه محكمې اعلان كړے ؤ چې د امرېكې وفاقي چارواكو د سېلماني دوه خپلوانې مېرمنې ګرفتارې كړې دي ۔ خارجه وزير مار كوروبېو د هغوي د مستقل قانوني استوګنې (ګرېن كارډ ) درجه منسوخ كړې وه۔ بيان كښې زياته كرې شوې چې حميده سلېماني افشار د (سلېماني خور ) او د هغه لور سيارينا صد رات حسېني د امرېكې د امېګريشن اېنډ كسټمز انفورسمنټ ايجنسۍ په ولقه كښې دي