كولمبو 31 مارچ(اے پي پي) سري لنكا د مينځني ختيز بحران په نتيجه كښې د توان كمي د لاسه سبا د (شورو ورځ) نه د برښنا په بيعو كښې د 40 فيصده زياتوالي اعلان كړے دے۔ د اردو نيوز تر مخه د سري لنكا پېلك يوټېلټيز كمېش ووئېل په اپرېل كښې د توان د نړيوالو بيعو تر مخه زياتوالے متوقع دے ۔ د كمېسون چيئرمېن كے پي ايل چندر الال …
سري لنكا د برېښنا بيعه كښې د 40 فيصده زياتوالي اعلان وكړو

مزید خبریں
كولمبو 31 مارچ(اے پي پي) سري لنكا د مينځني ختيز بحران په نتيجه كښې د توان كمي د لاسه سبا د (شورو ورځ) نه د برښنا په بيعو كښې د 40 فيصده زياتوالي اعلان كړے دے۔ د اردو نيوز تر مخه د سري لنكا پېلك يوټېلټيز كمېش ووئېل په اپرېل كښې د توان د نړيوالو بيعو تر مخه زياتوالے متوقع دے ۔ د كمېسون چيئرمېن كے پي ايل چندر الال ووئېل چې نن مونږ د كوم زياتوالي اعلان وكرو هغه د دې نرخونو په حساب شوے دے كوم چې د مينځني ختيز د شخړې نه وراندې وو۔ زياتره د مينځني طبقې صارفينو لپاره د يو كلو واټ برېښنا بيعه د 61 روپو نه به 84 روپۍ شي۔ ٬ كومه چې نزدې 34 ۔ 39 فيصد زياتوالے دے ۔ د مياشتې د 30 كلو واټ نه د لږو كارونكو لپاره بل كښې به 11۔11 قيصد زياتوالے كېږي۔ سري لنكا روانه مياشت د ايندهن په بيعه كښې په مجموعي توګه په دريو كښې د يوې برخې نه زيات زياتوالے كړے دے۔ او د توان بچت لپاره يې څلور ورځې په اوونۍ كښې كار اعلان كړے دے۔ حكومت شخصي څانګې ته هم وئېلي دي كه ممكن وي نو د كوره كار كوې۔








