امريكا كښې طالب علم د استاذ ويشتلو نه پس ځان هم ووژلو

واشنګټن۔ 31 مارچ (اے پي پي) د امرېكې په ټيكساس ايالت كښې په هائي سكول كښې ١٥ كلنه طالب علم د استاذ ويشتلو نه پس پخپله هم خود كشي وكړه۔ د شنهوا تر مخه دا پیښه د ټيكساس په كاونټي كونل ښار بلورډے كښې په هل كنټري كالج كښې په پرېټري هائي سكول كښې رامخې ته شوه ٬په دې پیښه كښې د كوم بل كس د ژوبل كېدو اطلاع نه …

واشنګټن۔ 31 مارچ (اے پي پي) د امرېكې په ټيكساس ايالت كښې په هائي سكول كښې ١٥ كلنه طالب علم د استاذ ويشتلو نه پس پخپله هم خود كشي وكړه۔ د شنهوا تر مخه دا پیښه د ټيكساس په كاونټي كونل ښار بلورډے كښې په هل كنټري كالج كښې په پرېټري هائي سكول كښې رامخې ته شوه ٬په دې پیښه كښې د كوم بل كس د ژوبل كېدو اطلاع نه ده تر لاسه شوې۔ د كومل ماونټي شيرف مارك رينالډز تر مخه طالب علم اول په استاذ ډزې وكړې او بيا يې ځان ووژلو۔ هغه ووئېل پلټنې كوونكې د طالب علم د وسلې تر لاسه كولو او د استاذ او طالب علم د تعلق پلټنې كوي ۔ د سكول پرنسپلې جولي وائېلې ووئېل (نن) د ڼهې په ورځ به كلاسونه معطل وي او د ځپلو كورنيو لپاره به كونسلرز موجود وي۔

مزید خبریں