سپېن د ايران په جنګ كښې برخه اغستونكو امريكائي الوتكو لپاره خپل فضائي حدود بند كړو

مېدرډ 31 مارچ (اے پي پي) سپېن د ايران جنګ كښې د برخې اغستونكو امريكائي الوتكو لپاره خپل فضائي حدود بند كړو۔ د اردو نيوز تر مخه د سپېن دفاع وزير مارګرينا روېلز وئېلي دي سپېن د دې نه وړاندې د ايران جنګ لپاره امرېكې ته د اډو وركولو نه انكار كړے ؤ۔ دفاع وزير ووئېل مونږ په ايران كښې د جنګ په اړه د كاروائيو لپاره د عسكرو اډو …

مېدرډ 31 مارچ (اے پي پي) سپېن د ايران جنګ كښې د برخې اغستونكو امريكائي الوتكو لپاره خپل فضائي حدود بند كړو۔ د اردو نيوز تر مخه د سپېن دفاع وزير مارګرينا روېلز وئېلي دي سپېن د دې نه وړاندې د ايران جنګ لپاره امرېكې ته د اډو وركولو نه انكار كړے ؤ۔ دفاع وزير ووئېل مونږ په ايران كښې د جنګ په اړه د كاروائيو لپاره د عسكرو اډو كارولو يا د فاضائي حدود كارولو اجازه نشو وركولې۔ د سپېن د اقتصادي چارو وزير كارولس كېوريو يوه وېډيو مركه كښې د فضائي حدود بندلو څخه امرېكې سره اړيكو كښې د لا تاو تريخوالي راتللو په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ووئېل دا د سپېن حكومت د اړخه د وړاندې نه كرې پرېكرې برخه ده چې هغه به د يو اړخيزه او نړيوال قانون خلاف ورزۍ په كولو په پېل كړي جنګ كښې به نه شاملېږي۔ ياد دې وي چې د سپېن د اړخه امرېكې له د ايران خلاف د جنګ لپاره د خپلو عسكرو اډو كارولو اجازه نه وركولو په پرېكړه د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ د سپېن سره د تجارت نه كولو دړكه وركړې وه۔

مزید خبریں