واشنګټن۔ 30 مارچ (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ د بېلا روس صدر ايلګزېنډر لوكا شينكو لخوا د سوونو بنديوانو په خوشي كولو مننې كولو سره په راروانه “ بورډ آف پيس “ غونډه كښې د هغه سره د ملاقات خوښي څړګنده كړې ده۔ د رائټرز تر مخه د امرېكې صدر په ميډيا پلېټ فارم ټروته سوشل ووئېل زما استازي جان كوالے په ېبلا روس كښې د خبرو …
د صدر ډونلډ ټرمپ د بېلا روس خپل هم منصب سره د ملاقات خوښي ٬ د بنديوانو په خوشي كولو مننه

مزید خبریں
واشنګټن۔ 30 مارچ (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ د بېلا روس صدر ايلګزېنډر لوكا شينكو لخوا د سوونو بنديوانو په خوشي كولو مننې كولو سره په راروانه “ بورډ آف پيس “ غونډه كښې د هغه سره د ملاقات خوښي څړګنده كړې ده۔ د رائټرز تر مخه د امرېكې صدر په ميډيا پلېټ فارم ټروته سوشل ووئېل زما استازي جان كوالے په ېبلا روس كښې د خبرو نه پس د نورو 250 سياسي بنديوانو خوشي كول ممكن كړل۔ هغه ووئېل د تېر كال مئ نه تر اوسه د صدر لوكاشينكو د اړخه د پریښودلے شوو بنديوانو شمېره د 500 نه زياته شوې ده ٬ په كومه چې زه د هغه مننه كوم۔ ټرمپ خپل بيان كښې ووئېل زه د بورډ آف پيس په راروانه غونډه كښې د بېلا روس صدر سره ملاقات ته په طمعه يم ٬ خو د دې غونډې نېټه او د ځائے په اړه نور تفصيلات ورنه كړے شول ۔








