ګهانا كښې درې منزله ودانۍ لويدو له امله 3 كسان مړه شول

آكرا 30 مارچ (اے پی پی) د ګهانا پايه تخت آكرا كښې په آكرانيوټاؤن كښې نامكمله درې منزله ودانۍ لويدو له امله درې كسه مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي ۔شنهوا له مخې داخله وزير محمد مبارك وئېلي دي دا پېښه تېره ورځ د پام سنډے په موقع آكرا نيوټاؤن د ایکسپیریمنټل سكول په احاطه كښې سهار وختي رامخې ته شوه چې په نتيجه كښې يې د دوو ميرمنو …

آكرا 30 مارچ (اے پی پی) د ګهانا پايه تخت آكرا كښې په آكرانيوټاؤن كښې نامكمله درې منزله ودانۍ لويدو له امله درې كسه مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي ۔شنهوا له مخې داخله وزير محمد مبارك وئېلي دي دا پېښه تېره ورځ د پام سنډے په موقع آكرا نيوټاؤن د ایکسپیریمنټل سكول په احاطه كښې سهار وختي رامخې ته شوه چې په نتيجه كښې يې د دوو ميرمنو پشمول درې كسه مړه شول ۔د پېښې په وخت په ودانۍ كښې 23 كسان موجود وو۔20 كسان د ملبې څخه ژوندي راويستلې شوي او د هغوي په بيلو روغتونونو كښې درملنه روانه ده ۔رپورټ له مخې دا ودانۍ د عبادت لپاره كارولې شوه ٬دغسې رېسكيو آپرېشن تر شپی روان ؤ ۔

مزید خبریں