د سعودي عرب دفاع وزير سره د فرانس وسله والو ځواكونو وزير ملاقات٬ د دفاعي اړيكو مضبوطولو د لارو چارو جاج واغستلے شو

رياض۔ 25 مارچ(اے پي پي) د سعودي عرب دفاع وزير شهزاده خالد بن سلمان سره د فرانس د وسله والو ځواكونو وزير كيتهرين واټرن په رياض كښې ملاقات وكړو چې پكښې د دواړو هېوادونو د دفاعي څانګو تر مينځه د اړيكو او د هغې د مضبوطولو د لارو چارو جاج واغستلے شو۔ د اردو نيوز تر مخه د سعودي دفاع وزير پخپل ايكس پوسټ كښې ووئېل زما سره د فرانسوي …

رياض۔ 25 مارچ(اے پي پي) د سعودي عرب دفاع وزير شهزاده خالد بن سلمان سره د فرانس د وسله والو ځواكونو وزير كيتهرين واټرن په رياض كښې ملاقات وكړو چې پكښې د دواړو هېوادونو د دفاعي څانګو تر مينځه د اړيكو او د هغې د مضبوطولو د لارو چارو جاج واغستلے شو۔ د اردو نيوز تر مخه د سعودي دفاع وزير پخپل ايكس پوسټ كښې ووئېل زما سره د فرانسوي وسله والو ځواكونو وزير ملاقات وكړو چې پكښې د دواړو هېوادونو تر مينځه د اړيكو جاج واغستلے شو او د هغې لا مضبوطولو لپاره د لارو په لټولو ٬ په سيمه ايز پېشرفت او د هغې په بېلا بېلو اغيزو خبرې وشوې۔په دې موقع چيف آف جنرل سټاف لېټېنېنټ جنرل فراض الرويلې او د دفاع وزارت اعلې چارواكي ٬ سعودي عرب كښې د فرانس سفير ميسو ناو او د فرانسوي پوځ د وزارت عهدېدار موجود وو

مزید خبریں