د چین د کوچني اختر په مناسبت د پاک-افغان ترمنځ د لنډمهاله اوربند هرکلے

بیجنګ ۔20مارچ(اے پی پی) چین د کوچني اختر په مناسبت د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لنډمهاله اوربند هرکلے کړے دے۔ د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان په یو خبري كنفرنس کښې وویل چین هیله لري چې دواړه هیوادونه به په زغم او سكون سره د سولې خبرې اترې بیا پېل کړي، زر تر زره به جامع او دوامداره اوربند ترلاسه کړي او اختلافات به د خبرو …

بیجنګ ۔20مارچ(اے پی پی) چین د کوچني اختر په مناسبت د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لنډمهاله اوربند هرکلے کړے دے۔ د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان په یو خبري كنفرنس کښې وویل چین هیله لري چې دواړه هیوادونه به په زغم او سكون سره د سولې خبرې اترې بیا پېل کړي، زر تر زره به جامع او دوامداره اوربند ترلاسه کړي او اختلافات به د خبرو اترو له لارې حل کړي دغسې چې په دواړو هیوادونو او سیمه کښې سوله او ثبات وساتل شي. هغه زیاته کړه چې چین د اړوندو اسلامي هېوادونو د هڅو ستاینه کوي۔ هغه زياته كړه چې چین په سباؤن كښې هم رغنده رول لوبولو له چمتو دے۔

مزید خبریں