مسجد الحرام او مسجد نبويۖ كښې ختم قرآن او خصوصي دعاګانې، د لكهونو په شمير خلقو ګډون

مکه مکرمه 18 مارچ (اے پي پي) په حرمېن الشريفېن كښې د روژې مباركې په 29مه شپه د لكهونو په شمېر كسانو په تراويح او د قرآن كريم د ختم په خاص دعاګانو كښې ګډون كړې۔ د اېس پي اے له مخې مسجد الحرام كښې د ختم قرآن په دعا كښې د لكهونو په شمېر كسانو ګډون وكړو۔ په مسجد الحرام كښې د لمونځ امامت ډاکټر شېخ عبدالرحمن السدېس او …

مکه مکرمه 18 مارچ (اے پي پي) په حرمېن الشريفېن كښې د روژې مباركې په 29مه شپه د لكهونو په شمېر كسانو په تراويح او د قرآن كريم د ختم په خاص دعاګانو كښې ګډون كړې۔ د اېس پي اے له مخې مسجد الحرام كښې د ختم قرآن په دعا كښې د لكهونو په شمېر كسانو ګډون وكړو۔ په مسجد الحرام كښې د لمونځ امامت ډاکټر شېخ عبدالرحمن السدېس او مسجد نبوي كښې صلاح البدير وكړو۔ د مسجد الحرام دننه او بهرني انګڼ كښې٬ بام او د نورو زياتو شويو ځايونو نه علاوه د مسجد الحرام په شا اوخوا سړكونو هم لمونځ كوٶنكي ولاړ وو۔ د حرمېن چارو ادارې لخوا په مسجد الحرام او مسجد نبويۖ كښې په 29مه شپه خاص انتظامات شوي وو چې پكښې د ټولو نه اهم د كراٶډ كنټرولنګ يونټس تعيناتي وه٬ د مسجد الحرام څلورو واړو اړخونو ته د زيارت كوٶنكو تږ راتږ منظم ساتلو لپاره د سکاوټس او فلاحي تنظيم رضاكارو خذمات هم ترلاسه كړې شوي وو۔

مزید خبریں