نوے ډيلے 16 مارچ (اے پي پي) د هند پخواني آرمي چيف جنرال منوج پانډے د هېواد د پوځي ناكاميو او بې غورۍ اعتراف كولو سره په سباٶن كښې جنګونو لپاره د خپلو صلاحيتونو په زياتولو زور راوړو، د دفاعي تجزيه كوونكو وېنا ده چې دا بيان په ماضي كښې د آپريشنل ناکامو څخه رامخې ته شوې د اداره جاتي کمزورو عکاسي كوي چې پكښې په خاص توګه د آپريشن …
د هند پخواني آرمي چيف جنرال منوج پانډے د هېواد د پوځي ناكاميو اعتراف وكړو

مزید خبریں
نوے ډيلے 16 مارچ (اے پي پي) د هند پخواني آرمي چيف جنرال منوج پانډے د هېواد د پوځي ناكاميو او بې غورۍ اعتراف كولو سره په سباٶن كښې جنګونو لپاره د خپلو صلاحيتونو په زياتولو زور راوړو، د دفاعي تجزيه كوونكو وېنا ده چې دا بيان په ماضي كښې د آپريشنل ناکامو څخه رامخې ته شوې د اداره جاتي کمزورو عکاسي كوي چې پكښې په خاص توګه د آپريشن سندور ماتې شامل ده۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې پخواني آرمي چيف په نوے ډيلي كښې په يوه دستوره كښې د ګډون پهم هال ووئيل چې د هند وسله والو ځواكونو له نه يوازې د موجوه امنيتي چېلنجز مخه نيول پكار ده بلكې د سباٶن د خطرو هم اندازه لګول پكار ده او د دې له مخې تياري پكار ده۔ ده په دې خبره زور راوړو چي د رامخې ته كېدونكې وضعې او د اوږدې مودې جنګونه په موثره ډول كولو لپاره ځواكونو له د سباٶن تيارۍ ته اړتيا ده۔ د تجزيه كوٶنكو وېنا ده چې دا ډول بيانونه د دې خبرې واضح اعتراف دے چې د هند پوځ پېچلې عصري جنګي منظرنامو په خاص توګه بدلېدونكې سياسي او جغرافيائي منظرنامے او سائبر، اسپيس او معلوماتي جنګونو په څېر د رامخې ته كېدونكې چېلنجز مخنيوي لپاره تيار نه دے۔ دوي ووئيل چې په تيارۍ بيا بيا فشار په لائحه٬ منصوبه بندۍ او عملدرامد كښې فرق واضح كوي٬ د روسيه-يوکرين جنګ او په لويديزه اسياء كښې د تاٶ تريخوالي پشمول د نړيوالو شخړو حواله وركولو سره جنرال پانډے د قامي مفاداتو تحفظ كښې د پوځي طاقت په وړومبي اهميت رڼا واچوله٬ خو د ناقدينو وېنا ده چې د بهرنيو شخړو حواله وركولو سره هند خپلې ناكامۍ او په مقبوضه جمو و کشمير كښې په ظالمانه کارروائيو پرده نشي اچولې۔ د مبصرينو وېنا ده چې په آپريشن سندور كښې د ناكامۍ په څېر ناكامۍ كښې مشاهده كړې شي نو د هند د پوځي قيادت كاركردګي او تيارو په اړه سنګين اندېښنې پېدا كېږي٬ دوي ووئيل چې دا ډول بيانونه د فعال دفاعي طرز عمل په ځائ يو ردعمل پلو اشاره كوي








