پېښور 13 مارچ (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلي محمد سهيل آفريدي ضلع لكي مروت كښې د پوليس ګاړي سره نزدې د چاؤدني سخت نوټس اخستلو سره د پېښې سخته غندنه وكړه۔ وزيراعليٰ د خېبر پښتونخوا پوليس انسپكټر جنرل څخه د پېښې تفصيلي رپورټ وغوښتلو۔وزيراعليٰ محمد سهيل آفريدي ووئيل چاؤدنه كښې د ايس ايچ او پشمول د 6 پوليس اهلكارو شهادت د افسوس وړ دے۔ده د شهيدانو قربانيو ته …
د خېبر پښتونخوا وزيراعلیٰ ضلع لكي مروت كښې د پوليس ګاړي سره نزدې د چاؤدني نوټس،د پېښې غندنه

مزید خبریں
پېښور 13 مارچ (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلي محمد سهيل آفريدي ضلع لكي مروت كښې د پوليس ګاړي سره نزدې د چاؤدني سخت نوټس اخستلو سره د پېښې سخته غندنه وكړه۔ وزيراعليٰ د خېبر پښتونخوا پوليس انسپكټر جنرل څخه د پېښې تفصيلي رپورټ وغوښتلو۔وزيراعليٰ محمد سهيل آفريدي ووئيل چاؤدنه كښې د ايس ايچ او پشمول د 6 پوليس اهلكارو شهادت د افسوس وړ دے۔ده د شهيدانو قربانيو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل صوبائي حكومت د شهيدانو كورنيو سره ولاړ دے۔وزيراعليٰ سپارښتنه وكړه چې چاؤدنه كښې ژوبل شويو كسانو له ښه طبي آسانۍ وركړې شي۔ده د ژوبل كسانو زر روغتيا لپاره دعا اوكړه۔ده ووئيل د ترهه ګرو ناوړه كارروائي د حكومت او سكيورټي ادارو حوصلے نه شي كمزوري كولې او د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره به هڅي رواني ساتلې شي۔وزيراعليٰ د شهيدانو لوړو درجو او غمجنو كورنيو زغم لپاره دعا اوكړه۔










