د وزيراعظم تاريخي اقدام : ګلګت بلتستان كښې ويړيا سولر اسكيم ډيجيټل قرعه اندازي پيل شوه

ګلګت۔ 12 مارچ (اے پی پی) د ګلګت بلتستان نګران وزيراعلی د پاكستان وزيراعظم میاں شهباز شریف لخوا ګلګت بلتستان لپاره د پېل كړې شوي وېړيا سولر اسكيم اولني پړاؤ لاندې د ګلګت ضلعې درخواست كنندګان لپاره سپېځلې ډيجيټل قرعه اندازي په باضابطه توګه پېل كره۔ په دې لړ كښې تابيا كړ شوې دستورې ته خطاب كښې نګران وزيراعلی ووئيل د وزیراعظم لخوا د ګلګت بلتستان اولس لپاره وېړيا سولر …

ګلګت۔ 12 مارچ (اے پی پی) د ګلګت بلتستان نګران وزيراعلی د پاكستان وزيراعظم میاں شهباز شریف لخوا ګلګت بلتستان لپاره د پېل كړې شوي وېړيا سولر اسكيم اولني پړاؤ لاندې د ګلګت ضلعې درخواست كنندګان لپاره سپېځلې ډيجيټل قرعه اندازي په باضابطه توګه پېل كره۔ په دې لړ كښې تابيا كړ شوې دستورې ته خطاب كښې نګران وزيراعلی ووئيل د وزیراعظم لخوا د ګلګت بلتستان اولس لپاره وېړيا سولر اسكيم يو تاريخي او انقلابي ګام دے كوم به چې په منطقه كښی د يو شمېر پخوانيو مسئلو حل كښې سنګ ميل ثابت شي۔ ده ووئيل ددې منصوبې له مخې به په مجموعي توګه د 58 مېګاواټ سولر سسټم وركولے شي په كومو كښې چې 40 مېګاواټ د كورونو صارفينو او 18 مېګاواټ د كوچنۍ درجې كاروبارونو او آئي ټي سره تړلې كاروباري ادارو لپاره بېل كړې شوي دي

مزید خبریں