بلوچستان كښې په آسان قسطونو د اليكټرك بائيكس سكيم پېل شو۔ وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي

كوئټه 11 مارچ (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي په صوبه كښې جديد، ارزان او ماحول دوست ټرانسپورټ ته وده وركولو پلو اهم پېشرفت كولو سره د اليكټرك بائيكس سكيم رسمي پرانسته وكړه٬ د دې اقدام مقصد زده كوٶنكو(هلكانو/جينكو)٬ وركنګ ويمن او عام وګړو ته بهترين او په كم خرڅ د سفر سهولتونه وركول دي دغسې چې هره ورځ تګ راتګ آسان او موثره كړې شي۔ پرانستې …

كوئټه 11 مارچ (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي په صوبه كښې جديد، ارزان او ماحول دوست ټرانسپورټ ته وده وركولو پلو اهم پېشرفت كولو سره د اليكټرك بائيكس سكيم رسمي پرانسته وكړه٬ د دې اقدام مقصد زده كوٶنكو(هلكانو/جينكو)٬ وركنګ ويمن او عام وګړو ته بهترين او په كم خرڅ د سفر سهولتونه وركول دي دغسې چې هره ورځ تګ راتګ آسان او موثره كړې شي۔ پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې مير سرفراز بګټي ووئيل صوبائي حكومت اولس ته د سفر جديد سهولتونه وركولو لپاره سنجيده اقدامات كوي او اليكټرك بائيكس سكيم دې دې سلسلې يوه اهمه كړۍ ده۔ وزيراعليٰ واضح كړه چې حكومت به د سكيم له مخې اليكټرك بائكس وركولو كښې سپېځلتيا او مېرټ په هر صورت كښې باوري كوي۔ ده ووئيل چې د درخواست كوٶنكو انتخاب به د قرعه اندازۍ د سپېځلې طريقه كار د لارې كولې شي او د صوبې هرې ضلعې څخه به وګړي آن لائن درخواست وركولې شي دغسې چې زيات مستحق كسان د دې سهولت څخه ګټه پورته كړې شي

مزید خبریں