پېښور 11مارچ(اے پی پی) پیښور كښې د ترهګرۍ مخ نيوي عدالت نمبر 3 كښې د راډيو پاكستان بريد كيس كښې مهم پېشرفت شوې چې پكښې د سهيل آفريدي پشمول ګن شمېر كسان نامزد كړې شوي۔ د كيس تفتيشي افسر عدالت ته چالان وړاندې كړو چې پكښې د وزيراعلٰی نه علاوه پخواني صوبائي وزيران تيمور سليم جهګړا او كامران بنګش٬ ضلعې صدر عرفان سليم او كاركن عامر چمكنې هم د تورن …
راډيو پاكستان بريد كيس كښې د خېبرپښتونخوا وزير اعلٰی سهيل آفريدي پشمول ځينې كسان نامزد٬ چالان عدالت ته وړاندې كړی شو

مزید خبریں
پېښور 11مارچ(اے پی پی) پیښور كښې د ترهګرۍ مخ نيوي عدالت نمبر 3 كښې د راډيو پاكستان بريد كيس كښې مهم پېشرفت شوې چې پكښې د سهيل آفريدي پشمول ګن شمېر كسان نامزد كړې شوي۔ د كيس تفتيشي افسر عدالت ته چالان وړاندې كړو چې پكښې د وزيراعلٰی نه علاوه پخواني صوبائي وزيران تيمور سليم جهګړا او كامران بنګش٬ ضلعې صدر عرفان سليم او كاركن عامر چمكنې هم د تورن په توګه شامل دي۔ د چالان جمع كولو په مهال پوليس د پنجاب فارنزك ليب او د نادرا رپورټس د بنياد په توګه استعمال كړی شوې خو تفتيشي افسر ووئيل چې چالان عدالت ته ريكارډ لپاره جمع كوو خو پراسيكيوټر دا نه وصولوي۔ په دې موقع د راډيو پاكستان وكيل شبير حسين ګيګياني عدالت كښې درخواست دائر كړو چې په چالان نه جمع كولو ډپټي پبلك پراسيكيوټر او د پبلك پراسيكيوټر په ضد دې كاروائي وكړی شي۔ عدالت په دې خواست سپيشل پبلك پراسيكيوټر طلب كړو او په راتلونكي سماعت يې د تفصيلي كارروائي كولو حكم وكړو۔










