پېښور 10 مارچ (اے پي پي) صوبائي ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ (پي ډي اېم اے) د خېبرپښتونخوا بره سيمو كښې د ګليشيائي ډنډونو شلېدو (ګلاف) اندېښنې له مخې الرټ جاري كړے دے۔ تفصيلاتو له مخې صوبائي ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ لخوا د 10 نه تر 12 مارچ په مهال د متوقع بارانونو او د حرارت په درجه كښې د غېر معمولي اضافې له امله د ګليشيائي ډنډونو شلېدو او د فليش فلډ …
د خېبرپښتونخوا بره سيمو كښې د ګليشيائي ډنډونو شلېدو (ګلاف) اندېښنې له مخې الرټ جاري

مزید خبریں
پېښور 10 مارچ (اے پي پي) صوبائي ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ (پي ډي اېم اے) د خېبرپښتونخوا بره سيمو كښې د ګليشيائي ډنډونو شلېدو (ګلاف) اندېښنې له مخې الرټ جاري كړے دے۔ تفصيلاتو له مخې صوبائي ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ لخوا د 10 نه تر 12 مارچ په مهال د متوقع بارانونو او د حرارت په درجه كښې د غېر معمولي اضافې له امله د ګليشيائي ډنډونو شلېدو او د فليش فلډ خطر زيات شوے دے٫ په دې لړ كښې په بره چترال ، كوز چترال ، بره دير ، سوات او بره کوهستان ضلعي انتظاميه ته د پېشګي اقداماتو كولو امر جاري كړے شوے دے۔ پي ډي ايم اے ضلعي انتظاميه ته د حساس ځايونو د مسلسل نګرانۍ، ممكنه خطر سره مخ كېدونكې ابادۍ ته د پېشګي خبر كولو او د محفوظ ځايونو د نشاندهۍ امر هم كړے دے٫ د دې نه علاوه ريسکيو او ايمرجنسي سروسز ته د الرټ پاتې كېدو احكامات هم جاري كړې شوې دي










