پېښور 09 مارچ (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا صوبائي کابينې د نړيوال صورتحال ترمخه د توان بچت او د غوره واكمنۍ لپاره د "فيول کنزرويشن او د رسپانسبل ګورننس انيشي ايټو" منظوري وركړه۔ د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيال شفيع جان د صوبائي كابينې غونډې نه وروسته ميډيا ته ووئيل چې د وزيراعليٰ په امر په ابتدائي توګه دوه مياشتو لپاره د فيول بچت ه اړه سخت اقدامات نافذ كوٶ …
صوبائي کابينه د ايندھن بچت او بهتر طرز حکمرانۍ لپاره د “فيول کنزرويشن او رسپانسبل ګورننس انيشي ايټو” منظوري وركړه

مزید خبریں
پېښور 09 مارچ (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا صوبائي کابينې د نړيوال صورتحال ترمخه د توان بچت او د غوره واكمنۍ لپاره د “فيول کنزرويشن او د رسپانسبل ګورننس انيشي ايټو” منظوري وركړه۔ د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيال شفيع جان د صوبائي كابينې غونډې نه وروسته ميډيا ته ووئيل چې د وزيراعليٰ په امر په ابتدائي توګه دوه مياشتو لپاره د فيول بچت ه اړه سخت اقدامات نافذ كوٶ چې پكښې به د صورتحال د جاج نه وروسته پراختيا كولې شي۔ ده د كابينې د پرېكړو تفصيلات بيانولو سره ده ووئيل چې د سرکاري ګادو په فيول الاؤنس كښې د 25 فيصده نور كمي منظوري وركړې شوې چې روسره مجموعي كټوټي 50 فيصده ته رسېدلې٬ خو پوليس، ريسکيو او نورې امنيتي ادارې به د دې كټوتۍ څخه مستثنيٰ وي٬ د كفايت شعارۍ پاليسۍ له مخې په ټولو سركاري څانګو كښې غونډې د سل فيصده آنلائن كولو پرېكړه شوې ده او په سركاري دفترو كښې 50 فيصده ورك فرام هوم پاليسي متعارف كوٶ۔ د ايندھن کھپت کمولو لپاره تعليمي ادارې د جمعې په ورځ بند ساتلو او ورچوئل كلاسز ته د ترجيح وركولو په تجويز هم غور روان دے۔ ده ووئيل چې صوبائي حکومت د پټرول پمپس روزانه مانيټرنګ او د ذخيره كوٶنكو په ضد د سختې كاروائې كولو پرېكړه كړې ده دغسې چې اولس مشكلاتو سره مخ نه شي۔










