پېښور 09 مارچ (اے پی پی) د خیبر پښتونخوا وزیراعلی رمضان پېکج له مخې مستحقو وګړو ته د 12500 روپو مرستې رسولو عمل پېل شوے دے۔ نن د صوبې 1 لك 19 زره مستحقينو ته د 8558 لمبر د لارې اېس اېم اېس ولېږلے شو كوم كښې چې هغوي ته د پېسو د ترلاسه كېدو خبر وركړے شوے دے۔ كومو ضلعو ته چې اېس اېم اېس لېږلے شي هغو كښې …
د خيبر پښتونخوا وزيراعلی رمضان پيكج لاندې مستحقو وګړو ته د 12,500 روپو مرستې رسولو عمل پيل شو

مزید خبریں
پېښور 09 مارچ (اے پی پی) د خیبر پښتونخوا وزیراعلی رمضان پېکج له مخې مستحقو وګړو ته د 12500 روپو مرستې رسولو عمل پېل شوے دے۔ نن د صوبې 1 لك 19 زره مستحقينو ته د 8558 لمبر د لارې اېس اېم اېس ولېږلے شو كوم كښې چې هغوي ته د پېسو د ترلاسه كېدو خبر وركړے شوے دے۔ كومو ضلعو ته چې اېس اېم اېس لېږلے شي هغو كښې اېبټ آباد ٬ نوښار ٬ بنو ٬ پېښور ٬ خېبر ٬ مردان او كوز دير شامل دے۔ د مهمند ضلعې مستحقينو له به لږ انتظار كول وي ولې چې دغې ځاې ته ترسيل كښې تاخير كېدې شي۔ د پي ټي اېم پي اے سرچينو له مخې مستحق وګړو ته د 12500 روبو مرستې ترلاسه كېدل پېل شوي دي۔ هغوي دا رقم نزدې ايزي پېسه شاپ څخه ويستلے شي۔ د پي ټي آئي سرچينو وئيلي چې كومو كسانو رمضان پېكج لپاره خواست وركړے و اوس هغوي ته اېس اېم اېس لېږلې شي۔ د خېبر پښتونخوا د خزانې سلاكار مزمل اسلم وئيلي دي چې په صوبه كښې به سږ كال 10 لکه 63 زره کم آمدن لرونكو وګړو ته رمضان پېكج وركولے شي۔ ده ووئيل صوبائي حكومت په كال 2024 كښی په اولني ځل د كورنۍ په سر د 10000 روپو پېكج وركولو روايت معارفي كړې و كوم چې وروستو نورو صوبو په كال 2025 كښې خپل كړو او مستحقو وګړو له يۍ د مرستې رقم وركړو۔










