د پېښور په پرېس کلب كښې هوپ رمضان اسپورټس ګالا سيالۍ رواني دي

پېښور 08 مارچ (اے پی پی) د پېښور په پرېس کلب كښې د هوپ رمضان اسپورټس ګالا په نوم د لوبو میله په دويمه ورځ هم جوش او جذبے سره روانه وه چې پكښې د پېښور پرېس کلب او خېبر یونین آف جرنلسټس غړو لوبغاړو سنوکر، بیډ منټن، لډو، کیرم بورډ، ټیبل ټینس او چیس كښې برخه اخلي۔ په دې لړ كښې د ګالا په دويمه ورځ په زړه پوري …

پېښور 08 مارچ (اے پی پی) د پېښور په پرېس کلب كښې د هوپ رمضان اسپورټس ګالا په نوم د لوبو میله په دويمه ورځ هم جوش او جذبے سره روانه وه چې پكښې د پېښور پرېس کلب او خېبر یونین آف جرنلسټس غړو لوبغاړو سنوکر، بیډ منټن، لډو، کیرم بورډ، ټیبل ټینس او چیس كښې برخه اخلي۔ په دې لړ كښې د ګالا په دويمه ورځ په زړه پوري سيالۍ وشوي۔په دې موقع د پېښور پرېس کلب عهدیدارو، ګورننګ باډی، سپورټس کمېټۍ ، آرګنائزنګ کمېټۍ غړو پشمول ګڼ شمير خبريالان موجود وو۔ د لوبو نګرانی د پېښور پرېس کلب صدر ایم ریاض، جنرل سیکرټری عالمګیر خان او سپورټس کمېټۍ چیئرمېن کاشف الدین سید كوي۔تيره شپه د لډو په سيالو كښې کامران علی، کاشان ارشد، خیرالرحمن، خرم جلیل، لطیف اهلي، محمد منیر، محمد فیاض، محمد یار، ملك عادل زاده، ملك عامر، مجاهد، محسن علی، محمد عادل، محمد علی، محمد اسرار، محمد حسین غازی، نبی جان اورکزئی، ندیر خواجه، نعیم بابر، ناصر نعیم، ناظم کاظمی، نواب شیر، قادر خان، رسول داوړ، رحمان الله، روح الامین، روح الله جان او سفیر خپلو خپلو سيالو كښې کامیابی ترلاسه كړه۔

مزید خبریں