کوئټه۔ 05 مارچ (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي وئيلي دي چې په ايران كښې روانه كړكېچنه وضعه نظر كښې نيولو سره بلوچستان حكومت ټوله اړونده مشينري الرټ كړې ده او صوبائي حكومت په هر ممكن صورتحال قابو موندلو له چمتو دے۔ د سماجی رابطې په سائټ اېكس خپل بيان كښې وزيراعلی ووئيل د پاك ايران پولې د لارې د پاكستاني وګړو په شمول د غېر ملكي …
په ايران كښې روانه كړكېچنه وضعه نظر كښې نيولو سره د بلوچستان حكومت ټوله اړونده مشينري الرټ كړې ده: د بلوچستان وزيراعلی

مزید خبریں
کوئټه۔ 05 مارچ (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي وئيلي دي چې په ايران كښې روانه كړكېچنه وضعه نظر كښې نيولو سره بلوچستان حكومت ټوله اړونده مشينري الرټ كړې ده او صوبائي حكومت په هر ممكن صورتحال قابو موندلو له چمتو دے۔ د سماجی رابطې په سائټ اېكس خپل بيان كښې وزيراعلی ووئيل د پاك ايران پولې د لارې د پاكستاني وګړو په شمول د غېر ملكي كسانو راتللو لړۍ روانه ده كومو ته چې په تفتان پوله ټولې ممكنه آسانۍ وركولې شي۔ وزیر اعلیٰ ووئيل صوبائي حكومت په پوليزو سيمو كښې انتظامي او امنيتي ادارو ته هدايات جاري كړي دي چې د راتلونكو كسانو آمد ورفت منظم او خوندي جوړولو له دې ټول ضروري انتظامات باوري كړې شي۔ ده ووئيل تر دې دمه تفتان پولې څخه په مجموعي توګه 1979 كسان پاكستان ته راغلي دي په كومو كښې چې 37 سفارتكار هم شامل دي۔ ده په ډاګه كړه چې د بشري خواخوږۍ د غوښتنو له مخې په پوله راوړېدونكو كسانو سره مرسته او هغوي ته آسانۍ وركول د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل دي۔










