د عوامي نيشنل پارټۍ پلاوي د ايران قونصل خانے دوره ٬ د سپريم ليډر آيت الله علي خامنه اي او د نورو په شهادت د غم دړد څرګندونه

پېښور 04 مارچ (اے پي پي) د صوبائي صدر مياں افتخار حسېن په مشرۍ كښې د عوامي نيشنل پارټۍ (اے اېن پي) پلاوي د ايران قونصل خانے دوره كړې او قونصل جنرل علي بنفشه خواه سره ئې ملاقات كړې٬ د پارټۍ لخوا د جاري بيان له مخې په پلاوي كښې صوبائي سينئر نائب صدر سيد عاقل شاه، جنرل سيکرټري حسېن شاه يوسفزئۍ، وياند ارسلان خان ناظم، جائنټ سيکرټري حامد طوفان، …

پېښور 04 مارچ (اے پي پي) د صوبائي صدر مياں افتخار حسېن په مشرۍ كښې د عوامي نيشنل پارټۍ (اے اېن پي) پلاوي د ايران قونصل خانے دوره كړې او قونصل جنرل علي بنفشه خواه سره ئې ملاقات كړې٬ د پارټۍ لخوا د جاري بيان له مخې په پلاوي كښې صوبائي سينئر نائب صدر سيد عاقل شاه، جنرل سيکرټري حسېن شاه يوسفزئۍ، وياند ارسلان خان ناظم، جائنټ سيکرټري حامد طوفان، سيکرټري يوتھ افيئرز طارق افغان ايډوکيټ، سالار شاکر الله شينواري او نور شامل وو۔ په دې موقع د اے اېن پي پلاوي قونصل جنرل څخه د ايران د سپريم ليډر آيت الله علي خامنه اي په شهادت د افسوس او غم دړد څرګندونه كړې٬ پلاوي د آيت الله علي خامنه اي او نورو شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا هم وكړه۔ پلاوي د عوامي نيشنل پارټۍ لخوا د ايران اولس سره د يووالي پېغام وركړې شوې

مزید خبریں