ګلګت۔ 03 مارچ (اے پی پی) په مرکزی امامیه مسجد ګلګت كښې د حكومت او مذهبي مشرتابه ترمينځه مذاكرات كامياب شول چې په نتيجه كښې يۍ دوو ورځو څخه د روانې دھرنې ختمولو اعلان وكړے شو۔ نګران وزیر اعلیٰ جسټس (ر) اېم یار د کابینې غړو ساجد علی بیګ، سید عادل شاہ، حافظ شرافت الدین او نورو سره د سهار لمونځ څخه وروستو د مركزي امامیه مسجد ګلګت دوره وكړه۔ …
ګلګت ٬ د حكومت او مذهبي مشرتابه ترمينځه خبرې كاميابې شوې ٬ دھرنا ختمه كړې شوه

مزید خبریں
ګلګت۔ 03 مارچ (اے پی پی) په مرکزی امامیه مسجد ګلګت كښې د حكومت او مذهبي مشرتابه ترمينځه مذاكرات كامياب شول چې په نتيجه كښې يۍ دوو ورځو څخه د روانې دھرنې ختمولو اعلان وكړے شو۔ نګران وزیر اعلیٰ جسټس (ر) اېم یار د کابینې غړو ساجد علی بیګ، سید عادل شاہ، حافظ شرافت الدین او نورو سره د سهار لمونځ څخه وروستو د مركزي امامیه مسجد ګلګت دوره وكړه۔ دوئي د ايران د سپريم ليډر په شهادت غمرازي ښكاره كولو سره فاتحه خواني وكړه۔ په دې موقع آغا راحت الحسینی او د مركزي انجمن نورو عهدېدارانو سره ملاقات وشو په كوم كښې چې په اوسنيو پېښو ٬ په ځاني او مالي زيان او د امن په صورتحال خبرې وشوې۔ په دې خبره اتفاق وشو چې چارې به په ښه او سوليز ډول حل كولې شي۔










