پېښور 28 فروري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ محمد سهيل آفريدي د لائيو سټاك مينجمنټ انفارمېشن سسټم پرانسته وكړه۔په دې موقع د خېبرپښتونخوا وزيراعليٰ ووئيل لائيو سټاك د كلي وال معيشت د ملا تير دے،دا به جديد ډيجيټل نظام سره هم آهنګ کولې شي، جديد ډيجيټل نظام به كروندګرو ته نيغ په نيغه ګټه ورسولو له او هغوي خپلواكه كولو كښې مرستياله وګرځي۔ده ووئيل ايل ايم آئي اېس …
د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ د لائيو سټاك مينجمنټ انفارمېشن سسټم پرانسته وګړه
پېښور 28 فروري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ محمد سهيل آفريدي د لائيو سټاك مينجمنټ انفارمېشن سسټم پرانسته وكړه۔په دې موقع د خېبرپښتونخوا وزيراعليٰ ووئيل لائيو سټاك د كلي وال معيشت د ملا تير دے،دا به جديد ډيجيټل نظام سره هم آهنګ کولې شي، جديد ډيجيټل نظام به كروندګرو ته نيغ په نيغه ګټه ورسولو له او هغوي خپلواكه كولو كښې مرستياله وګرځي۔ده ووئيل ايل ايم آئي اېس سره به لائيو سټاك سروس ډيليوري كښې شفافيت، جوابدهي او ښه ګورننس باوري شي، ايل ايم آئي ايس لائيو سټاک سيکټر كښې د اصلاحات نوے دور پيل كړې۔په دې موقع وزيراعليٰ ته بريفنګ وركولو سره ووئيل شول چې ايل ايم آئي ايس ترمخه ټول فري لائيو سټاك هيلپ لائن به جوړولې شي،كروندګر به نيغ په نيغه لارښودنه ترلاسه كوي،د څارو ويکسي نيشن، درملني او افزائش نسل سروسز ډيجيټل مانيټرنګ به كيږي۔ايل ايم آئي ايس سره لائيو سټاك سروس ډيليوري مرکزي ډيجيټل نظام سره منسلك شوې، کروندګر ، ويټرنري هسپتال، موبائل کلينکس او فيلډ سټاف به په يو ډيجيټل پليټ فارم راجمع كولې شي۔










