د بلوچستان وزيراعلٰی په پاك افغان پوله د افغان طالبانو د ډزو غندنه وكړه

كوئټه 27 فروري (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي پاك افغان پولې سره نزدې سيمه كښې د افغان طالبانو د بې درېغه ډزو په سختو ټكو غندنې كولو سره وئېلي دي دا اقدام د منطقې امن او استحكام لپاره لويې خطر لري او دا ډول اشتعال انګيزي په كوم هم ډول د قبلول وړ نه ده۔ د سماجي رابطې په وېب خپل پېغام كښې وزيراعلٰی ووئيل د …

كوئټه 27 فروري (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي پاك افغان پولې سره نزدې سيمه كښې د افغان طالبانو د بې درېغه ډزو په سختو ټكو غندنې كولو سره وئېلي دي دا اقدام د منطقې امن او استحكام لپاره لويې خطر لري او دا ډول اشتعال انګيزي په كوم هم ډول د قبلول وړ نه ده۔ د سماجي رابطې په وېب خپل پېغام كښې وزيراعلٰی ووئيل د سيد عاصم منير په مشرۍ كښې د پاكستان امنيتي ځواكونو سمدستي او موثر ځواب وركولو سره دښمن ته ښكاره پېغام وركړے چې پاكستان د خپلو پولو د دفاع بشپړ صلاحيت لري۔ده د امنيتي ځواكونو پيشه وره مهارت٬په وخت كاروائي او د قامي دفاع عزم وستائېلو ۔مير سرفراز بګټي په ښكاره ټكو ووئيل پاكستان به د خپلې سيمه ايزې سلامتيا تحفظ او د وګړو ځان او مال حفاظت په هر قيمت باوري كوي۔ده واضحه كړه چې په افغانستان كښې د ترهه ګرو محفوظ پټن ځايونه به په هېڅ صورت برداشت نه كړې شي او پاكستان د خپلې قامي سلامتيا په ضد د كوم هم سازش ناكامولو بشپړ صلاحيت لري۔د بلوچستان وزيراعلٰی ووئيل د هېواد د دفاع او قامي ګټې تحفظ په معامله ټول قام د خپلو مېړنو ځواكونو سره ولاړ دے او د دښمن هر جارحيت به بشپړ ځواب وركولې شي۔