د خپلواكۍ او قامي سلامتيا دفاع له خپل پوځ سره په كلكه ولاړ يو: آفتاب شيرپاؤ

پېښور 27 فروري (اے پي پي) د قامي وطن پارټۍ مرکزي چيئرمين آفتاب احمد خان شيرپاؤ وئيلي دي چې په دې نازك وخت كښې د خپلواكۍ او قامي سلامتيا دفاع لپاره پاكستان او خپل پوځ سره په كلكه ولاړ يو۔ په خپل اېكس پوسټ كښې ده ووئيل پاكستان څو څو وارې غوښتنه كړې چې د پولې پورې غاړې ته دې د نقل و حركت او د امنيتي ځواكونو او بې …

پېښور 27 فروري (اے پي پي) د قامي وطن پارټۍ مرکزي چيئرمين آفتاب احمد خان شيرپاؤ وئيلي دي چې په دې نازك وخت كښې د خپلواكۍ او قامي سلامتيا دفاع لپاره پاكستان او خپل پوځ سره په كلكه ولاړ يو۔ په خپل اېكس پوسټ كښې ده ووئيل پاكستان څو څو وارې غوښتنه كړې چې د پولې پورې غاړې ته دې د نقل و حركت او د امنيتي ځواكونو او بې ګناه وګړو د وينې بيولو كارروائيو مخنيوې وكړې شي۔ ده ووئيل د خپل سيمه ايز سالميت په حفاظت كومه سودا نشي كېدې٬ مونږ د پولو دواړو غاړو ته امن باوري كولو لپاره په مستقل توګه د خبرو اترو او بامعني مذاكراتو پېروي كړې ده٬ مونږ د د خپل حکومت اصولي دريځ سره ټيڼګ ولاړ يو٬ ده وويل چې د اوږدې مودې استحكام يوازې شريك احترام٬ ذمه وارۍ او په زړه پورې سفارتي رابطو سره تړلے دے