د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی سهيل آفريدي په مشرۍ كښې د صوبائي كابينې 48مه غونډه

پېښور 26 فروري (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا كابينې 48مه غونډه په پېښور كښې وشوه۔د غونډې مشري د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی سهيل آفريدي اسلام آباد څخه د ويډيو لنك د لارې كوله۔په غونډه كښې د كابينې غړو٬چيف سېكرټري٬ايډېشنل چيف سېكرټريز٬انتظامي سيكرټريز او د خېبرپښتونخوا ايډووكيټ جنرل ګډون وكړو۔د غونډې د پريكړو څخه ميډيا خبرولو كښې د اطلاعات خاص مرستيال شفيع جان ووئيل صوبائي كابينې د صحت په څانګه كښې د انساني …

پېښور 26 فروري (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا كابينې 48مه غونډه په پېښور كښې وشوه۔د غونډې مشري د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی سهيل آفريدي اسلام آباد څخه د ويډيو لنك د لارې كوله۔په غونډه كښې د كابينې غړو٬چيف سېكرټري٬ايډېشنل چيف سېكرټريز٬انتظامي سيكرټريز او د خېبرپښتونخوا ايډووكيټ جنرل ګډون وكړو۔د غونډې د پريكړو څخه ميډيا خبرولو كښې د اطلاعات خاص مرستيال شفيع جان ووئيل صوبائي كابينې د صحت په څانګه كښې د انساني وسائلو ضروريات تر سره كولو لپاره د 4 اربه 6 كروړه 51 لكه 20 زره روپو منظوري وركړې ده ۔د دې اقدام مقصد په صوبه كښې د صحت د كوم تعطل نه غېر او موثره وركړه باوري كول دي۔كابينې د اقليتي زده كوونكو لپاره د وزيراعلٰی ډيجيټل انكلوژن پروګرام ترمخه بي ايس٬ايم بي بي ايس٬انجينئرنګ٬ايم فيل٬ايم ايس او د پي ايچ ډي پروګرامز كښې زده كړې ترلاسه كوونكو ته ليپ ټاپ وركولو لپاره د 19 كروړه 60 لكه روپو ګرانټ اين ايډ منظوري وركړه۔د دې نه ځانله په هنګو كښې د جوډيشل كمپليكس پراختيا لپاره د 29 كناله 9 مرلې سركاري زمكې منتقل كولو منظوري هم وركړې شوه۔