د خېبرپښتونخوا آئي جي پي ذوالفقار حميد د باجوړ دوره٬د شهيدانو كورنيو سره ملاقات

پیښور 26 فروري (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا پوليس انسپكټر جنرل ذوالفقار حميد د زيارت په ورځ د باجوړ دوره وكړه او تېره شپه د فتنه الخوارج په بريد كښې د شهيدانو كورنيو سره يې ملاقاتونه وكړل۔د خېبرپښتونخوا پوليس د اړخه جاري شوي بيان له مخې تېره شپه د باجوړ نوي كلې كښې د پوليس ابابيل سكوارډ اهلكار د فتنه الخوارج ترهه ګرو ويشتلې وو كله چې هغوي د روژه ماتي …

پیښور 26 فروري (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا پوليس انسپكټر جنرل ذوالفقار حميد د زيارت په ورځ د باجوړ دوره وكړه او تېره شپه د فتنه الخوارج په بريد كښې د شهيدانو كورنيو سره يې ملاقاتونه وكړل۔د خېبرپښتونخوا پوليس د اړخه جاري شوي بيان له مخې تېره شپه د باجوړ نوي كلې كښې د پوليس ابابيل سكوارډ اهلكار د فتنه الخوارج ترهه ګرو ويشتلې وو كله چې هغوي د روژه ماتي په وخت د اولس د ځان او مال تحفظ لپاره خذمات ترسره كول۔په دې بريد كښې څلور ځوانان په ټكي شهيدان شوي دغسې دوه نور ژوبل شول ۔ده په دې پېښه كښې د شهيدانو لورو درجو لپاره دعا وكړه او د غم جنو كورنيو سره يې غمرازي ښكاره كړه