د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د قامي اسمبلۍ غړي نور عالم خان ملاقات٬د صوبې په مجموعي سياسي وضعه٬اولسي مسئلو او په پرمختيائي منصوبو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 26 فروري (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د قامي اسمبلۍ غړي نور عالم خان ګورنر هاؤس اسلام آباد كښې ملاقات كړے ۔د ګورنر آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال د صوبې په مجموعي سياسي صورتحال٬اولسي مسئلو او په پرمختيائي پروژو د خيالاتو څرګندونه شوی۔ګورنر فيصل كريم كنډي په دې موقع ووئيل د اولسي استازو په مشاورت په صوبه …

اسلام آباد 26 فروري (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د قامي اسمبلۍ غړي نور عالم خان ګورنر هاؤس اسلام آباد كښې ملاقات كړے ۔د ګورنر آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال د صوبې په مجموعي سياسي صورتحال٬اولسي مسئلو او په پرمختيائي پروژو د خيالاتو څرګندونه شوی۔ګورنر فيصل كريم كنډي په دې موقع ووئيل د اولسي استازو په مشاورت په صوبه كښې تل پاتې پرمختګ او د اولس خېرښېګړې پروژې په موثر ډول مخ په وړاندې بوتللې شي۔ده باور وركرو چې د صوبې اولس ته ورمخې ته شوو مسئلو حل لپاره به هر ممكن مرسته كولې شي۔دواړو لارښودو د شريكې رابطې لا قوي كولو او اولسي ګټې له شريكې هڅې دوامداره ساتلو له د عزم څرګندونه وكړه ۔