اسلام آباد 26 فروري (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د بلوچستان څخه تعلق لرونكي پخواني وفاقي وزير او د پاكستان پيپلز پارټي لارښود مير چنګيز خان جمالي ملاقات كړے دے۔د ګورنر آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال د هېواد په مجموعي سياسي صورتحال٬ د مذهبونو په همغږۍ او خاص توګه د بلوچستان پرمختګ په اړه تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ګورنر …
د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د مير چنګيز خان جمالي ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد 26 فروري (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د بلوچستان څخه تعلق لرونكي پخواني وفاقي وزير او د پاكستان پيپلز پارټي لارښود مير چنګيز خان جمالي ملاقات كړے دے۔د ګورنر آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال د هېواد په مجموعي سياسي صورتحال٬ د مذهبونو په همغږۍ او خاص توګه د بلوچستان پرمختګ په اړه تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ګورنر د پاكستان پيپلز پارټۍ حكومت كښې د بلوچستان لپاره د شوو اقدامات هم ذكر وكړو۔ده ووئيل صوبې ته حقونه وركول٬اين ايف سي ايوارډ كښې برخه او د صوبائي خپلواكۍ په اړه مهم پېشرفت د پاكستان پيپلز پاړټي په دور كښې ممكن شول ۔په دې موقع د صدر مملكت آصف علي زرداري كردار هم وستائېلے شو او وې وئېل چې د هغه په مشرۍ كښې د بلوچستان اولس قامي چوكاټ كښې شاملولو او مفاهمتي سياست ته ودې وركولو لپاره عملي اقدامات پورته شوي۔دواړو لارښودو د دې عزم څرګندونه وكړه چې د خوږ هېواد اولس د فتنه الخوارج او فتنه الهندوستان په ضد د پاكستان رياست بيانيي او پاك بوځ سره ولاړ دے۔











