اسلام آباد 26 فروري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي وئيلي دي پاکستان كښې ترهه ګرۍ له د افغانستان خاوره استعماليږي،هند او اسرائيل هم د افغانستان خاوره د پاکستان په ضد كاروي،د دوست هېوادونو سعودي عرب او ترکيې په مرسته افغانستان سره خبرې شوي او په دې اړه ثبوت هم وړاندې كرے شوي ٬ خو ے د افغان دولت د اړخه د ترهه ګرو په ضد …
پاکستان كښې ترهه ګرۍ كښې د افغانستان خاوره استعماليږي۔فيصل کريم کنډي
اسلام آباد 26 فروري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي وئيلي دي پاکستان كښې ترهه ګرۍ له د افغانستان خاوره استعماليږي،هند او اسرائيل هم د افغانستان خاوره د پاکستان په ضد كاروي،د دوست هېوادونو سعودي عرب او ترکيې په مرسته افغانستان سره خبرې شوي او په دې اړه ثبوت هم وړاندې كرے شوي ٬ خو ے د افغان دولت د اړخه د ترهه ګرو په ضد کارروائي نه ده شوې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د انسټيټيوټ آف ريجنل سټډيز تر سيوري لاندي افغانستان كښې د عدم تحفظ و ترهه ګرۍ له امله پاکستان ته د تجارتي و معاشي زيانونو په سرخط سيمينار ته د خاص ميلمه په حيث وينا كښې وكړه۔ سيمينار كښې سفير او صدر آئي آر اېس جوهر سليم،ډاکټر حميرا عنبرين، د ژوند د بېلو څانګو سره تعلق لرونكو پوهانو، دانشورانو او نمائندہ شخصيات ګډون وكړو۔ سيمينار كښې د سيمي په مجموعي صورتحال، ترهه ګرۍ، پاك ۔افغان اړيكو او سيمه ايزو رابطو باندې خبرې وشويې۔د خېبر پښتونخوا ګورنر ووئيل پاك پوځ، د پوليس پشمول سکيورټي فورسز او اولس د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ځانګړي قربانۍ وركړي،د ټولو تحفظات باوجود بايد د خبرو اترو دروازې پورې نه شي،د ترهه ګرۍ له امله دوه اړخيزه تجارت متاثره كيږي ٬ په دې اړه په سنجيدګۍ سره خبرې ته اړتيا ده،ده ووئېل د افغانستان او پاکستان ترمينځه د سياسي او سفارتي رابطو كمے دے ٬ د كومو لري كولو ته چې اړتيا ده،پاکستان كښې دا مهال ګڼ شمير غير قانوني افغان وګړي مېشته دي كوم چې په آزادۍ سره ګرځي۔










