پېښور 26 فروري (اے پي پي) د عوامي نيشنل پارټۍ (اے اېن پي) مشر سېنېټر اېمل ولي خان وئيلي دي چې په خېبر پښتونخوا كښې د روان زيات ناوړه صورتحال باوجود صوبائي حكومت په نظر نه راځي ۔ پېښور څخه جاري خپل بيان كښې ايمل ولي خان ووئيل په صوبه كښې د امن او امان ناوړه شوې وضعه اندېښنې وړ ده ٬ صوبه د عدم استحكام خطرناك پړاٶ څخه تېرېږي٬ …
په صوبه كښې د روان زيات ناوړه صورتحال باوجود صوبائي حكومت په نظر نه راځي: سينيټر ايمل ولي خان

مزید خبریں
پېښور 26 فروري (اے پي پي) د عوامي نيشنل پارټۍ (اے اېن پي) مشر سېنېټر اېمل ولي خان وئيلي دي چې په خېبر پښتونخوا كښې د روان زيات ناوړه صورتحال باوجود صوبائي حكومت په نظر نه راځي ۔ پېښور څخه جاري خپل بيان كښې ايمل ولي خان ووئيل په صوبه كښې د امن او امان ناوړه شوې وضعه اندېښنې وړ ده ٬ صوبه د عدم استحكام خطرناك پړاٶ څخه تېرېږي٬ زياتې شوې پېښې د صوبائي حكومت په كاركردګۍ سواليه نشان دے۔ اېمل ولي خان ووئيل د صوبې د بدترين صورتحال باوجود صوبائي حكومت په نظر نه راځي خو بيا به هم اے اېن پي د اوږدې مودې امن لپاره د هر مثبت او موثره اقدام ملاتړ جاري ساتي، د اولس حفاظت او په صوبه كښې امن زمونږ ورومبۍ ترجيح ده۔ ده صوبائي حكومت څخه مطالبه وكړه چې ھغه دې په سمدستي توګه اقدامات وكړي او اولسي تحفظ دې باري كړي دغسې چې د بد امنۍ او د غېر يقيني صورتحال خاتمه وكړې شي











