باجوړ كښې د وسله والو كسانو د پوليس په ابابيل اسكوډ ډزو كښې څلور اهلكار شهيدان او دوه ژوبل

پیښور 25فروری(اے پی پی)د باجوړ خار تحصيل نوي كلي سيمه كښې وسله والو د پوليس په ابابيل اسكوډ ډزې كړي چې په نتيجه كښې يې څلور پوليس اهلكار شهيدان او دوه ژوبل شول ۔پوليس له مخې د ابابيل سكواډ اهلكار د روژې مباركې مياشت په اړه د معمول په ګزمه وو چې هغوي په نخښه كړے شول٬د شهيدو شوو اهلكارو شناخت د يارزاده٬داؤد٬عمران او سراج په نومونو شوے۔ دغسې ژوبل …

پیښور 25فروری(اے پی پی)د باجوړ خار تحصيل نوي كلي سيمه كښې وسله والو د پوليس په ابابيل اسكوډ ډزې كړي چې په نتيجه كښې يې څلور پوليس اهلكار شهيدان او دوه ژوبل شول ۔پوليس له مخې د ابابيل سكواډ اهلكار د روژې مباركې مياشت په اړه د معمول په ګزمه وو چې هغوي په نخښه كړے شول٬د شهيدو شوو اهلكارو شناخت د يارزاده٬داؤد٬عمران او سراج په نومونو شوے۔ دغسې ژوبل شوے اهلكار په سمدستي توګه ډي ايچ كيو روغتون ته منتقل كړے شوے۔د پېښې نه پس پوليس نفري غوښتې او سيمه په ولقه كښې اغستو سره يې سرچ آپرېشن پېل كړے ٬ دغسې چې د تورونو درك ولګولې شي۔