د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي امنيتي ځواكونته و په كاميابه كاروائيو پيرزوئنې

اسلام آباد۔25فروری(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په شمالي او سوئېلي پولو د امنيتي ځواكونو لخوا د فتنه هندوستان او فتنه الخوارج ترهه ګرو په ضد په كامياب كاروائي امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي ۔د شورو په ورځ د ګورنر آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې د خېبرپښتونخوا ګورنر ووئيل د آپريشنز په مهال 34 ترهه ګرو وژل او په لويې مقدار وسله او چاودېدونكي …

اسلام آباد۔25فروری(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په شمالي او سوئېلي پولو د امنيتي ځواكونو لخوا د فتنه هندوستان او فتنه الخوارج ترهه ګرو په ضد په كامياب كاروائي امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي ۔د شورو په ورځ د ګورنر آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې د خېبرپښتونخوا ګورنر ووئيل د آپريشنز په مهال 34 ترهه ګرو وژل او په لويې مقدار وسله او چاودېدونكي توكي تر لاسه كول د امنيتي ځواكونو د پيشه وره مهارت٬جرات او اعلٰی كاركردګۍ ښكاره ثبوت دے۔ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې د ترهه ګرۍ تر بشپړه خاتمې به كاروائي روانه وي او د صوبې پشمول په ټول هېواد كښې تل پاتې امن باوري كولې شي۔