د ايبټ آباد ډي سي په ويمن اينډ چلډرن روغتون كښې د كوچنيانو د جنرل وارډ د رنګ روغن منصوبې پرانسته وكړه

ايبټ آباد۔ 25 فروری (اے پی پی) د ايبټ آباد ډي سي سرمد سليم اكرم د پرېس كلب صدر سره په په وېمن اېنډ چلډرن روغتون ګامي اډه كښې په 26 بېډز مشتمل د كوچنيانو د جنرال وارډ رنګ روغن منصوبې پرانسته وكړه۔ دا منصوبه د سماجي شخصت اجمل وحيد خوشي او د روغتون عملې په مرسته ترسره كړې شوه۔ د وياند لخوا د جاري كړې شوي بيان له مخې …

ايبټ آباد۔ 25 فروری (اے پی پی) د ايبټ آباد ډي سي سرمد سليم اكرم د پرېس كلب صدر سره په په وېمن اېنډ چلډرن روغتون ګامي اډه كښې په 26 بېډز مشتمل د كوچنيانو د جنرال وارډ رنګ روغن منصوبې پرانسته وكړه۔ دا منصوبه د سماجي شخصت اجمل وحيد خوشي او د روغتون عملې په مرسته ترسره كړې شوه۔ د وياند لخوا د جاري كړې شوي بيان له مخې د پرانستې په دستوره كښې اېم اېس ډی اېچ کیو ډاکټر عامر اسرار، ډی اېم اېس وېمن اېنډ چلډرن روغتون ډاكټر ارم صدیق، د اېبټ آباد پرېس کلب صدر سردار نوید عالم او نورو اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ ډپټي كمشنر سرمد سليم اكرم ووئيل چې د كوچنيانو جنرل وارډ بهتر جورول يو د ستائنې وړ اقدام دے۔ د دستورې په مهال ډپټي كمشنر د زنانو د انتظار ځايې كښې د شجركارۍ مهم لاندې اونې هم ولګولې۔ اېم اېس ډاکټر عامر اسرار ډپټی کمشنر ته د تھیلیسیمیا سنټر په شمول د نورو روانو اقداماتو په اړه بريفنګ وركړو۔