ايس ايس پي ټريفك ايبټ آباد ټريفك افسرانو او ځوانانو سره حويلياں كښې د سړك په غاړه روژه ماتې وكړو

اېبټ آباد۔ 25 فروری(اے پی پی) اېس اېس پی ټریفک اېبټ آباد اشتیاق خان له خپلې كورنۍ څخه لرې د فرض ترسره كولو په مهال ټرېفك افسرانو او اهلكارو سره په حوېلياں كښې د سړك په غاړه روژه ماتې وكړو۔ د ټرېفك پوليس وياند دفتر څخه د جاري شوي بيان له مخې اېس اېس پي ټرېفك اېبټ آباد د ځوانانو د خذمت جذبه ستائلو سره ووئيل چې رمضان المبارك د …

اېبټ آباد۔ 25 فروری(اے پی پی) اېس اېس پی ټریفک اېبټ آباد اشتیاق خان له خپلې كورنۍ څخه لرې د فرض ترسره كولو په مهال ټرېفك افسرانو او اهلكارو سره په حوېلياں كښې د سړك په غاړه روژه ماتې وكړو۔ د ټرېفك پوليس وياند دفتر څخه د جاري شوي بيان له مخې اېس اېس پي ټرېفك اېبټ آباد د ځوانانو د خذمت جذبه ستائلو سره ووئيل چې رمضان المبارك د صبر ٬ ايثار او اولسي خذمت درس وركوي او د ټرېفك پوليس ځوانان د اولس آسانۍ او د ټرېفك رواني باوري كولو له شپه او ورځ كار كوي۔ ده افسرانو او اهلكارو سره روژه ماته كړه او د هغوي مسئلې يۍ هم واورېدلې۔ ځوانانو په ډاډګيرنه كولو د خپل افسر اېس اېس پي مننه وكړه۔ دا اقدام د ټرېفك پوليس محكمې او ځوانانو ترمينځه د همغږۍ ٬ يو والي او فرض شناسۍ يو په زړه پورے مثال دے۔