پېښور 24 فروري (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د نېشنل هائي وے اتهارټي پراجيكټ ممبر مرشد امين خټك په ګورنر هاؤس اسلام آباد كښې ملاقات كړے ۔د نهې په ورځ د ګورنر آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې په ډېره اسماعيل خان٬ټبي قيصراني٬ډيره غازي خان سړك په پروژه په شوي پیشرفت د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔په دې موقع ګورنر ووئيل ياده …
د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د نېشنل هائي وے اتهارټي پراجيكټ ممبر مرشد امين خټك ملاقات

مزید خبریں
پېښور 24 فروري (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د نېشنل هائي وے اتهارټي پراجيكټ ممبر مرشد امين خټك په ګورنر هاؤس اسلام آباد كښې ملاقات كړے ۔د نهې په ورځ د ګورنر آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې په ډېره اسماعيل خان٬ټبي قيصراني٬ډيره غازي خان سړك په پروژه په شوي پیشرفت د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔په دې موقع ګورنر ووئيل ياده شوې پروژه كښې دې په ډېره اسماعيل خان كښې د زياتې ودانۍ سيمو رمك٬نائيويله٬لنډه شريف كښې بائي پاس شامل كړے شي دغسې چې د پروژې افاديت زيات شي او زياته وداني ترې مستفيد شي۔ده د چكدره چترال سړك زر د بشپړولو هم سپارښتنه وكړه۔











