د خيبر پښتونخوا وزيراعلی په کوهاټ كښې په پوليس د ډزو پېښه وغندنه٬ آئي جي څخه رپورټ طلب

پېښور 24 فروري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهيل آپريدي په کوهاټ كښې د ترهګرو د ډزو په نتيجه كښې د ډي اېس پي پشمول د څلورو اهلكارو د شهادت نوټس اخستو سره د پېښې غندنه كړې۔ د وزيراعلی سسکرټرېټ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعلی د پوليس انسپکټر جنرل څخه د پېښې تفصيلي رپورټ طلب كړے دے ۔ ده ووئيل چې دا پېښه ډېره د افسوس …

پېښور 24 فروري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهيل آپريدي په کوهاټ كښې د ترهګرو د ډزو په نتيجه كښې د ډي اېس پي پشمول د څلورو اهلكارو د شهادت نوټس اخستو سره د پېښې غندنه كړې۔ د وزيراعلی سسکرټرېټ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعلی د پوليس انسپکټر جنرل څخه د پېښې تفصيلي رپورټ طلب كړے دے ۔ ده ووئيل چې دا پېښه ډېره د افسوس وړ ده٬ د شهيدانو قربانۍ به عبث نه ځي۔ ده ووئيل چې صوبائي پوليس د ترهګرۍ په ضد وړومبې دفاعي لائن دے او د دوي قربانۍ نشي هېرېدې۔ سهيل آپريدي ووئيل ترهګر د بزدلانه كاروائيو د لارې د پوليس عزم متزلزل كولې نشي٬ صوبائي حکومت د شهيدانو كورنيو سره د بشپړه يوالي څرګندونه كوي او د دوي په غم كښې برابر شريك دے۔ وزيراعلی په دې موقع د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره غمژنو كورنيو سره د يووالي څرګندونه هم وكړه