کرک كښې د انسانیت دښمنانو بدتر سفاکیت، د فرنټیئر کانسټیبلري په ایمبولینس بريد ، 3 اهلکار شهیدان

پیښور ۔ 23 فروري (اے پي پي) د كرك په بهادر خیل سيمه كښې ترهه ګرو د بربریت ټول حدونه پار كړل ٬ چرته چې نه يوازې د ایف سي په قلعه ډرون بريد وكړے شو بلکې د ژوبل شوو ایمبولینسز ھم په نخښه كړے شول ، د دې بريد په نتيجه كښې 3 اهلکار شهیدان او ګڼ ژوبل شوي دي ۔د چارواكو تر مخه د پولیس تھاڼې خرم محمد …

پیښور ۔ 23 فروري (اے پي پي) د كرك په بهادر خیل سيمه كښې ترهه ګرو د بربریت ټول حدونه پار كړل ٬ چرته چې نه يوازې د ایف سي په قلعه ډرون بريد وكړے شو بلکې د ژوبل شوو ایمبولینسز ھم په نخښه كړے شول ، د دې بريد په نتيجه كښې 3 اهلکار شهیدان او ګڼ ژوبل شوي دي ۔د چارواكو تر مخه د پولیس تھاڼې خرم محمد زئۍ په حدود كښې د درګه شهیدان سره نزدې د فرنټیئر کانسټیبلري(ایف سي ) په قلعه فتنه خوارج د کواډ کاپټر ډرون څخه بزدلانه بريد وكړو د كوم په نتيجه كښې چې 5 اهلکار ژوبل شول ۔ چې كله دا ژوبل د ایمبولینس د لارې هسپتال ته منتقل کولې شول نو په لاره كښې ناستو پټو ترهه ګرو په ایمبولینس دويم ډرون بريد وكړو چې ورسره ایمبولینس كښې اور ولګېد ۔د بريد په نتيجه كښې 3 اهلکار په هغه دم شهیدان شول او نور سخت وسوځېدل۔ بزدله ترهه ګرو د مرستې په کارروائیو كښې بوخت د ریسکیو 1122 كارمندان هم په نخښه كړل ۔د پیښې نه سمدستي پس ژوبل شوي خلیفه ګل نواز هسپتال بنوں ته منتقل کړے شوي ٬ قانون نافذ کوونكو ادارو سيمه ولقه كښې واغسته او سرچ آپریشن پېل کړے شوے دے ۔