د خېبرپښتونخوا ګورنر سره د اتمان خيل قامي اتحاد صوبائي جنرل سېكرټري په مشرۍ كښې د جرګې ملاقات٬ستانه دارو ته په پېښو مسائلو د خةيالاتوز څرګندونه

پېښور 23 فروري (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د اتمان خيل قامي اتحاد صوبائي جنرل سېكرټري اسد الله په مشرۍ كښې د ستانه دار قامي اتحاد جرګې په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې جرګې ګورنر ستانه دارو ته د پیښو مسئلو نه خبر كړو چې پكښې په په خاص توګه د مومند بند ځپليو مسئلې٬رائلټي او نورې چارې شاملې وې۔پلاوي …

پېښور 23 فروري (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د اتمان خيل قامي اتحاد صوبائي جنرل سېكرټري اسد الله په مشرۍ كښې د ستانه دار قامي اتحاد جرګې په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې جرګې ګورنر ستانه دارو ته د پیښو مسئلو نه خبر كړو چې پكښې په په خاص توګه د مومند بند ځپليو مسئلې٬رائلټي او نورې چارې شاملې وې۔پلاوي غوښتنه وكړه چې ځپليو ته دې د هغوي حقونه او واجبات په وخت ادا كړی شي او پرمختيائي پروژو كښې دې ځايې ودانۍ ته پام لرنه وكړې شي ۔په دې موقع د جرګې غړو ووئيل د ګورنر هاؤس دروازې د اولس لپاره پرانسې پرېښودل٬د وګړو مسئلې اورېدل او د دې حل لپاره مخلصانه هڅې د ستائنې وړ دي۔جرګې د ګورنر فيصل كريم كنډي كردار او د اولس سره رابطې ستائېلو سره هغه ته پيرزوئنې وړاندې كړی۔جرګې سره خبرې كښې فيصل كريم كنډي ووئيل صوبائي محكمو او پرمختيائي چارو په اړه مسئلې د صوبائي حكومت اختيار دے خو هغه به اړوندو چارواكو ته د جرګې تحفظات او غوښتنې ورسوي۔ده باور وركړو چې د وفاقي محكمو په اړه مسئلې به په ترجيحي بنيادونو حل كولو له هڅه كولې شي