پېښور 23 فروري (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د سرحد چيمبر اينډ انډسټري پخواني نائب صدر او نوموړې كاروباري شخصيت حاجي عبدالجليل جان د پېښور ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔د پیښور ګورنر هاؤس وياند له مخې د ملاقات په مهال صوبه كښې د صنعتي او تجارتي هلو حلو په ودې٬ د سرمايه كارۍ په موقعو٬كاروباري ورورولۍ ته د پیښو مسئلو او د دغې حل په …
د خېبرپښتونخوا ګورنر سره د سرحد چيمبر پخواني نائب صدر او نوموړې كاروباري شخصيت حاجي عبدالجليل جان ملاقات

مزید خبریں
پېښور 23 فروري (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د سرحد چيمبر اينډ انډسټري پخواني نائب صدر او نوموړې كاروباري شخصيت حاجي عبدالجليل جان د پېښور ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔د پیښور ګورنر هاؤس وياند له مخې د ملاقات په مهال صوبه كښې د صنعتي او تجارتي هلو حلو په ودې٬ د سرمايه كارۍ په موقعو٬كاروباري ورورولۍ ته د پیښو مسئلو او د دغې حل په اړه خبرې اوشوی۔حاجي عبدالجليل جان ګورنر سوداګرو ته د پیښو چېلنجونو٬ټيكس نظام٬توان بحران او د امن او امان صورتحال په كاروبار اثرات نه خبر كړو۔ګورنر فيصل كريم كنډي په دې موقع ووئيل د صوبې معاشي پرمختګ لپاره د نجي څانګې كردار كليدي اهميت لري۔ده باور وركړو چې د كاروباري ورورولۍ مسئلو حل لپاره به اړوندو ادارو سره رابطه كولې شي او د سرمايه كارۍ ودې لپاره به سازګار ماحول وركولې شي۔ده ووئيل خېبرپښتونخوا د قدرتي وسائلو او بشري صلاحيتونو څخه ډكه صوبه ده او په ګډه هڅو به دا په معاشي توګه مستحكمه كولې شي











