د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي په امر د رمضان ریلیف پیکیج د وېش لړۍ په لورلائي كښې روانه ده

کوئټه ۔ 23 فروري (اے پي پي)د بلوچستان حكومت د روژې مياشت برکتونو تر مخه مستحق او بې وزله كسانو لپاره د خاص رمضان ریلیف پیکج تابيا كړې ۔ په دې برکت لرونكې موقع د روژې په څلورمه ورځ د ډپټي کمشنر په دفتر لورالائي كښې يوه وقار لرونكې دستوره وشوه۔ د ډپټي کمشنر لورالائي میران بلوچ په خاص سپارښتنه اسسټنټ کمشنر بوري ندیم اکرم او د MPA افضل خان …

کوئټه ۔ 23 فروري (اے پي پي)د بلوچستان حكومت د روژې مياشت برکتونو تر مخه مستحق او بې وزله كسانو لپاره د خاص رمضان ریلیف پیکج تابيا كړې ۔ په دې برکت لرونكې موقع د روژې په څلورمه ورځ د ډپټي کمشنر په دفتر لورالائي كښې يوه وقار لرونكې دستوره وشوه۔ د ډپټي کمشنر لورالائي میران بلوچ په خاص سپارښتنه اسسټنټ کمشنر بوري ندیم اکرم او د MPA افضل خان اوتمانخیل په مشرۍ كښې یه سوونو مستحقین باندې راشن اوېشلے شو۔ د دستورې په مهال غریب او بې وزله كورنيو ته پام لرنه وشوه او هغوي ته راشن او نور د مرستې سامان وركړے شو ٬ دغسې چې په روژه كښې خپل بنيادي ضروریات په عزت سره تر سره كړے شي ۔د ضلعي انتظامیه د اړخه د سپېځلتيا او منظم تګلارې تر مخه د لورالائي په مختلف سيمو كښې د راشن وېش باروي كولې شي ، دا د ښیګړې اقدام د وزیراعلیٰ بلوچستان د اولس دوستۍ او د خدمتِ خلق د جذبې عملي مظهر دے، كوم چې د ټولنې کمزورو طبقو معاونت او د هغوي ستونزې لرې كولو پلو يو مهم او د پېرزوئنو وړ ګام دے ۔