د خيبر پښتونخوا كابينې غونډه د وزير اعلی سهيل آفريدي په مشرۍ كښې په 25 فرورۍ كيږي

پېښور ۔ 23 فروری (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا كابينې غونډه د وزير اعلی سهيل آفريدي په مشرۍ كښې په 25 فرورۍ كيږي۔ د صوبائي كابينې 48 مې غونډې لپاره 18 نكاتي ايجنډا ترتيب كړې شوې ده په كومو كښې چې د رويت هلال كمېټۍ غونډې لپاره د 20 لكه روپو فنډ منظوري ٬ د غنمو ذخيره كولو پالېسي ٬ په صوبه كښې د خوراك شتون او ذخيره اندوزۍ …

پېښور ۔ 23 فروری (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا كابينې غونډه د وزير اعلی سهيل آفريدي په مشرۍ كښې په 25 فرورۍ كيږي۔ د صوبائي كابينې 48 مې غونډې لپاره 18 نكاتي ايجنډا ترتيب كړې شوې ده په كومو كښې چې د رويت هلال كمېټۍ غونډې لپاره د 20 لكه روپو فنډ منظوري ٬ د غنمو ذخيره كولو پالېسي ٬ په صوبه كښې د خوراك شتون او ذخيره اندوزۍ سره د اړوندو اقدامات جاج اغستل ٬ د مېرمنو ځورونې قانون كښې بدلون ٬ د مېرمنو د حقونو تحفظ او قانوني اصلاحات٬ د ډي آئي خان موټروے منظوري ٬ د پبلك پارټنرشپ لاندې منصوبې منظوري ٬ رمضان سپورټ پروګرام ٬ معاشرتي معاونت لپاره خصوصي اقدامات ٬ اقليتي طالعلمانو لپاره فنډز او د تعليم په څانګه كښې د اقليتونو ډاډګيرنې لپاره معالي مرسته شامله ده۔